په امريکاکې داسې جنترۍ پلورل کيږي ، چې دبوش دحکومت دورځوشميرپه کې ګنل کيږي

دنوي کال دراتلوپه مناسبت د امريکادنيويارک په ښارکې داسې جنترۍ پلورل کيږي ، چې په کې دجورج بوش دجمهوري رياست ورځې شمېرل شوي .
دجنترۍ پرپوښ ليکل شوي : (( خراب جمهور رييس ))  . دغه جنتري دنورو جنتريوپه پرتله شل پاڼې زياتې لري .
دجورج دجمهوري رياست موده د2009 زکال دجنوري په 20 نېټه پای ته رسيږي . دجمهوري رياست ټاکنې په متحده اياﻻتوکې په راتلونکې زکال کې دنوامبرپه مياشت کې پيل کيږي .
داسې څرګنديږي ، چې دجورج بوش دحکومت لپاره نه يوازې نړيوالوزړۀ تنګي دي بلکې ، په خپله امريکاکې هم د ډېرولپاره دزغم وړ نه دی .