ولسمشر غني ته د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بېلکن د ليک پښتو ژباړه 

ښاغلی ولسمشره، هيله لرم چې تاسې به ښه ياست. زه به همدا ډول يو ليک عبدالله ته هم ولېږم. 

زه خوښ يم چې تاسې سره د خبرو موقع په لاس کې لرم. دغه ليک کې د افغانستان په اړه د امريکا متحدو ايالتو حکومت د سټراټېژۍ چې ستاسې او ستاسې د ټيم ليدلوري هم په کې شامل شوي دي، تاسې سره شريک کيږي. 

تاسې ته زه دا لېکم چې د افغانستان پر وړاندې د محتدو ايالتو دريځ څه دی. د يو ژر وړاندې تګ او بېړنۍ پالېسۍ  څخه چې په څو راتلونکو اوونيو کې به رامنځ ته شي، ولسمشر جوبايډن او زه تاسې ته د دغه ليک لارې خبر درکوو. که څه هم تر اوسه مونږ په دې اړه چې د افغانستان د سولې بهير پر وړاندې څه وکړو خپله کتنه بشپړه کړې نه ده خو دې پايلې ته رسېدلي يو چې د سولې بهير چټک کړو او ټولې ناراضه ډلې سره راټولې کړو. 

په بنسټيز ډول او لنډ وخت کې د مسايلو د حل لپاره يو جامع او تل پاتې اوربند ته اړتيا ده. دغه موخې ته د رسېدو لپاره مونږ پر ډپلماټيکو لارو کار کوو او دې برخه کې د سيمې هېوادونو او ملګرو ملتونو په لاندې ډول اړينه ده: 

۱- موږ هوډ لرو له ملګرو ملتونو وغواړو چې د افغانستان د سولې بهیر هکله د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د بهرنیو چارو او ځانګړو استازو د بحث لپاره غونډه جوړه کړي.

۲- ما له سفير زلمي خليلزاد غوښتنه کړې ده چې د سولې او اوربند په اړه يوه لېکلې طرحه تاسې او همدا ډول له طالب مشرانو سره شريکه کړي. دغه طرحه کې د تل پانې اوربند، انتقالي ټوله - شموله حکومت او له هغې وروسته د ټاکنو له لارې د نوي حکومت مسايل شامل دي. 

۳- مونږ به د ترکيې له هېواد غوښتنه وکړو چې د افغانستان د جهوريت او طالبان په ګدون ناسته برابره کړي ترڅو د سولې تړون سره په کې وروستی شي. زه ستاسې او ستاسې له ټيم غوښتنه کوم چې دغه ناستې ته خپلې استازې را ولېږئ. 

۴- مونږ ستاسې ليد سره همغږي يو چې افغانستان کې د روان لوړ تاوتريخوالي د کمښت لپاره بايد هره وروستۍ هڅه تر سره شي. مونږ د ۹۰ ورځو لپاره د تاوتريخوالي د کمولو طرحه چمتو کړې ده چې په دې وسيلې به د طالبانو د پسرلنيو عملياتو مخه ونېول شي. زه هيله لرم چې هغه طرحه چې سفير خليلزاد به يې تاسې سره شريکه کړي په مثبته بڼه ونېسئ. 

زه له ډاکټر عبدالله عبدالله سره ستاسې ګډ کار؛ له پخواني ولسمشر حامد کرزي او پروفيسور عبدالرب رسول سياف سره اړيکې ستايم او هيله لرم چې تاسې څلور د يو سوله يیز او پر امن افغانستان لپاره په ګډه کار سره وکړئ.