د موټر دروازه يې په درز پورې کړه. د سړک له غاړې سيګرټ پلورونکي ته ودرېد. له جبه یې سولېدلې بټوه راويېسته. په غټو لوټونو یې ګوتې وهلې چې ترمنځ یې په شلګون سترګې ولګېدې. شلګون یې له څنډې راکش کړ او ځوان ته يې ونيو. وې ویل:
- سيون سټار سيګرټ راکه!
ځوان لاس ور اوږد کړ. شلګون يې واخيست. په لاس کې يې تاو راتاو کړ. خو زړه يې پرې اوبه ونه څکلې. بېرته يې سړي ته ونيو او ويې ويل:
- دا خو زوړ ده والله نه چليږي.
دى برګ شو خو څه يې ونه ويل. بيا يې بټوې ته لاس کړ او بل لوټ یې ورته ونيو. سیګرټو والا په زوړ ډبي کې ورته د شلو روپو سېګرټ برابر کړل. ده چې وليد نو هغه ته يې برګ - برګ وکتل او په غوسه يې وويل:
- روپۍ نوې غواړې او ډبى زوړ ورکوې!؟
هغه هېڅ ونه ويل. نوى ډبى يې ورکړ. ده هم سم له واره له ډبي يو سېګرټ راويېست او د شونډو په سرونه يې ونيو. ځوان ته يې په ګوته د لېټر اشاره وکړه. هغه ورته یو شین رنګه لېټر ورکړ. ده د لېټر په ټق سيګرټ بل او په سترګو کې د مننې سره يې ځوان ته لېټر بیرته ورکړ. ترې روان شو . خو لا يې دوه دوده کش کړي نه وو چې د سرک پر سر ناستې سوالګرې ماشومې ته يې پام شو. زړه يې وسوځېد.نېږدې ورغى. له سولېدلې بټوې څخه يې هغه زوړ شلګون راوکښ. په ولاړه يې د سوالګرې ماشومې په پلو کې ور وغورځوو او ويې ویل:
- دعا کوه!
وروستي