ازمايل شوې مينه (لنډه کېسه) ‎

د ماښام په تته رڼا کې مخامخ په درې کسيزه څوکۍ يوازې ناسته وه،له شا مې ورته کتل. په همدې وخت کې يو ښايسته ځوان راغی. دوه ګلاسه يې په لاس کې او د سلام په اچوله سره يې وار له مخه يو دې ته ونيو.دا هم مسکۍ شوه او ګلاس يې واخيست.

د ځوان ماته فکر شو، وېويل:
-ته يې څکې؟
د ګلالۍ هم را فکر شو او په حيرانتیا يې راوکتل خو ما وپوښتل:
- څوک دی دا؟
ويې خندل او وې ويل:
- اميد دی، د واده وېډيو اخيستونکی.
ځوان ور غبرګه کړه:
- او ددې کتونکی هم...
ومې ویل چې نو دلته ولې ناسته یې؟
مخکې له دې چې ګلالۍ ځواب راکړي، ځوان وويل:
- ته څوک يې؟
د ګوتې په اشارې مې ورته وويل: ته ځه!
دې را غږ کړ:
- عصمته!
ځوان يې خبره ور ماته کړه او ماته یې ويل: وبښئ پوه نه شوم!
خو ما بیا وویل:
- ته له دې ځايه څخه ځه!
ګلالۍ په تېزۍ سره را غړ کړ:
- عصمته! بس ده.
ځوان را غبرګه کړه او وې ويل:
- ډېر بې ادبه يې!
ور وړاندې شوم، په اِکشن مې وويل:
- دا زما ملګرې ده او ددې د ملګرې واده دی او دلته ستا هېڅ ضرور نشته
ځوان زما خبره بابيزه وګڼله او غوښتل يې کېني.خو ما ورته ووبل:
- هغه زما مينه ده!
ځوان ژر له خپل ځايه نيغ ودرېد او زما پر خوا داسې تيز راغی لکه، غواړي چې وار راباندې وکړي خو ګلالۍ ژر منځ ته راغله او سره جلا يې کړو. هغې ورته وويل:
- ماته پنځه دقيقې وخت راکړه، بېرته راځم.
 ځوان ماته په کتو، اجازه ورکړه او ولاړ.ګلالۍ مخ راواړوه او په غصهد یې څو قدمه را وړانډې شوه.
- زه ستا مينه نه يم!
جټکه مې وخوړه،سم له واره مې ورته وویل:
ـ د هغه يې!؟
دې اسویلی وکښ.
- په تا څه شوي، هله! ورشه او بښنه ترې وغواړه.
مخ مې ور واړه:
- خوله به يې ورماته کړم!
- ته ليونی شوی يې!
په همدې سره په تيزۍ مې له څنګه تېره شوه. ماهغه پیغام چې د هغې په مبايل کې مې څه موده مخکې لوستی و، له ځان سره په زوره ووایه چې دا يې په اورېدو ودرېده. زه ور مخکې شومومې ویل:
- دا ‎پېغام هم ده درته استولی و؟
دې په بې پروا ډول را زیاته کړه:
- هو! هغه پېغامونه ټول ماته اميد استولي و.
ما ویل، خوښ دې دی؟
دا له کوم ځواب پرته روانه شوه.خو ما ور غږ کړ:
-مينه ورسره کوې؟
خو ویل چې پر تاته يې څه؟
- ماته يې هر څه!
خو دې په ژړا کې راته کړه:
-ته څه ويل غواړې ها؟
ومې ويل:
-  زه دا غواړم چې امېد له دې ځايه ولېږه. له واره يې راته کړل:
- ولې؟
ور زياته مې کړه، ځکه زه غواړم چې ته ټول وخت ماسره تېر کړې!
خو دې سوړ اسویلي کښل ویل یې، زه دلته د امېد لپاره ځکه ناسته وم چې نور تاسره وخت تېرول نه غواړم. هغه زما ملګری دی.
په کراره مې وويل ولې ستا هغه خوښ نه دی؟
په زوره يې وويل چې نه عصمته نه! ته ولې نه پوهېږې خير دی دا ننداره دې نوره بنده کړه او که دوه دقېقې نوره زه تاسره دلته پاتې شم نو...
په وارخطايۍمې وويل: نو څه!؟
سترګې يې له اوښکو را ډنډ شوې را غبرګه يې کړه تاسره به مې مينه بيا پېدا شي، ته به مې بيا خوښ شې خو ستا به بيا مينه راسره پېدا نه شي.
په همدې وخت کې دواړه د يو بل سترګو کې غرق شو او سره ورک شو...
پای