روهي ( نۍ / ۱۶ د کب )، ولسمشر غني د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې درېیم کال د پرانیستې په مراسو کې نن وویل د تلپاتې سولې لاسته راوړل نه یوازې زموږ لپاره هیله ده، بلکې سپېڅلې هدف دی.
ډیر هغه حقیقتونه چې د راتلونکي په ځان بسیا افغانستان لپاره د خلکو په اند خوبونه وو اوس دا خوبونه په حقیقت بدل شوي هغه په دې اړه زیاته کړه څو کاله وړاندې د افغانستان د اوبو مدیریت یو خوب وو؛ خو اوس دغه خوب په حقيقت د بدلېدو په حال کې دی.
ولسمشر وویل زموږ د تېرو شپږو کالو تجربو دا وښودله چې سولې ته رسېدل تش خیال نه دی. پایدارې سولې ته رسېدل ممکن دي، اما داسې سولې ته رسېدل چې خشونت پای ته ورسوي او سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ثبات راوړي، تدبیر غواړي، ژمنه غواړي او فداکاري غواړي.
غني همدا راز وویل زه په دې ویاړ کوم چې د افغانستان دفاعي او امنیتي قواو خادم یم. دا قواوې په سیمه کې بې سارې دي، د افغانستان امنیتي او دفاعي قواوې هېڅ وخت دومره غېر سیاسي، غېر قومي، مسلکي او مجهزې نه وې. څلویښت زره خاص او کومانډو قوه اوس د دفاعي او امنیتي قواو په چوکاټ کې فعالیت کوي.
ولسمشر غني همدا راز د خپلې وینا پر مهال وویل موږ چمتو یو چې د نړیوالې ټولنې تر نظر لاندې د آزادو، عادلانه او ټول شموله ټاکنو ترسره کیدو په اړه بحث وکړو. موږ کولی شو د ټاکنو د نیټې په اړه هم وغږیږو او یوې پایلې ته ورسیږو.
وروستي