محب: دیني عالمانو ته د ګواښ له امله په لوګر کې طالبانو د دیني مدرسو ۷۵۰۰ شاګردان له زده کړو بې برخې کړي

روهي ( پنځه نۍ / ۱۴ د کب )،  د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري د ديني علماوو د امنيت د تامين او مصؤنيت کمېټې په غونډه کې د هېواد ديني عالمانو د امنيتي ګواښونو ارزونه او په دې بحث شوی چې څنګه د دیني عالمانو ژوند خوندي کړي.
 
د ملي امنیت شورا مسولین وایي د هغو ديني علماوو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير عملي کیږي چې د ګواښونو کچه يې لوړه وه، دغو مسوولانو زیاته کړه چې په هېواد کې د ديني عالمانو پر وړاندې د خنډونو د حل لپاره ځانګړي ميکانيزمونه لري او وخت پر وخت يې له ديني عالمانو سره د مخامخ ليدنو کتنو له لارې همغږي کړې ده.
 
 
د یادې شورا بیان کې راغلي چې په لوګر کې طالبانو د ۳۶ رسمي ديني مدرسو د شاګردانو کورنۍ او ديني عالمان په بېلابېلو پلمو ګواښلي چې له امله يې ۷۵۰۰ زده‌کوونکي له درسه بې‌برخې شوي دي.
 
د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب  ویلپ، د علماوو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو او له علماوو سره د کتلو او ناستو په موخه دې د ليدنې کتنې لپاره لېستونه او تګلارې تيارې شي.
 

دا اقدامات په داسې مهال ترسره کیږي چې تیره ورځ د کابل پوهنتون استاد او دیني عالم فیض محمد فایض د نامعلومو وسله والو په برید کې هغه مهال د کابل خیرخانې سیمه کې ووژل شو چې د سهار لمانځه ته له کور څخه په لار وه.
له دې وړاندې هم د کابل په ګډون یو شمیر ولایتونو کې دیني عالمان هدف ګرځول شوي او وژل شوي.