د سولې روان بهیر په اړه کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر موخه او سیاسي مطرحو کسانو سره ناستې د کوم هدف لپاره کیږي؟

زلمي خلیلزاد چې تیره ورځ کابل ته راغلی دلته یې د ولسمشر غني ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدارشید دوستم، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف،عمر زاخیلوال او نورو سیاسي شخصیتونو سره د امریکا نوي حکومت له لوري د سولې خبرو اترو په چټکیدو،خبرو کې د پرمختګ او د سولې ټینګښت په موخه لیدنې پیل کړي.
 
په ورته مهال د امریکا سفارت هم یوه اعلامیه کې ویلي د خلیلزاد سفر موخه دا ځل د اوربند رامنځ ته کول او د جګړې کمولو هڅه ده.
 
په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت وایي د سولې هر کلی مو کړی د وسله والو طالبانو غوښتنه مو منلي او د روانۍ جګړې پای یوازې سوله ده.
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سولې خبرو برخلیک لپاره د امریکا نوی رهبرۍ په راتګ سره د خلیلزاد لومړنۍ سفر افغانستان ته مهم بولي.
 

 جمهور رئيس محمد اشرف غني تیره ورځ له غرمې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره لیدلي.
 
د ارګ په بیان کې ویل شوي په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې وکړې او د سولې پروسې پر چټکتیا یې ټینګار کړی.
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي "د افغانستان جمهور ریس د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له استازی ډاکتر زلمي خلیلزاد سره لیدنه درلوده، په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې پروسې په راتلونکو ګامونو خبرې وکړې، همدارنګه د سولې پروسې په چټکتیا ټینګار وشو او دواړو لوریو د داخلي اجماع په رامنځ ته کیدو باندې خوښي څرګنده کړه."
 
 خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځي او هڅه یې دا ده چې د جګړو د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړي. 
 
د امریکا سفارت وايي چې خلیلزاد دا ځل د دایمي ثبات د راتګ او اوربند په لټه کې دی او هڅه کوي دواړه لوري د جګړو کمولو ته تیار کړي. 
 

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه؛ ځکه جګړې کمې نه شوې او طالبانو یې پر ژمنو عمل و نه کړ.
 
د یادو مشرانو او سیاسون سره د لیدنې پر مهال  ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي.