سږکال چين 8.7 مليونه موټرپلورلي دي

دچين هېواد سږکال په دې توانيدلی چې 8.7 مليونه موټروپلورلي  . دغه شميردتير2006 ز کال په پرتله شل په سلوکې زياتوالی رامنځته شوی دی . دچين دموټرجوړولودټولنې يوه چارواکي ((جويي پينگ ))ويلي ، چې اوس مهال چين له جاپان نه مخکې شوی اووروسته له امريکادوهم ځای لري . شنونکي په دې باوردي ، چې دچين هېواد داقتصاد دښه کيدو سره په دې هېواد کې دموټر اخستلولپاره غوښتنه لوړه شوې اوله بله پلوه دتيلودبيې لوړيدل  په امريکااو اروپا کې دموټردرانيولوپه کچه کې کمښت رامنځته کړی .