عبدالله غمخور د فکرونو او رنګونو شاعر  



دا شاعران هم د کمال خلک دي. ځینی د خد او خیال، سرو شونډو، اوږدو زلفو، دنګو چنارونو او رامبیل چمبیل ساندې غږوي. څوک د یتیمو اوښکو، څیري ګریوان او ناترسو سلګیو ویر لمانځي او څه بیا داسی وي چې د خپل ولس د بیدارۍ او د غلیم د رسوایۍ غمونه یې په سر انبار کړي وي. همدغه شاعران، ساده او کلیوالې محاورې په داسی ښکلو جملو کې راونغاړي چې د هنرمندانو په زرینو حنجرو کې سندري شي. د ادب په بنډارونو کې یې اثر دومره ژور وي چې ساقي او میکده یې پارسنګی هم نه وي. ځوانان مست کړي په اتڼ شي، پیغلې چمبې راواخلي په نڅا شي. د مینانو له سترګو اوښکې وبهوي، د مظلومانو فریادونه په حرفونو کې انځور او توپانونه جوړ کړي او د تصوف او خانقاه ذاکرین لا زیات منزوي او د انقلاب بچي نور ډیر انقلابيان کړي. 

یو له هغو شاعرانو څخه چې شعر یې هم طرب دی، هم ساز او هم اواز. هم فکرونه دي او هم رنګونه، په کلیواله ژبه د ولس درد انځوروي او غږ یې د خلکو غوږونو ته رسوي، عبد الله غمخور دی. ارواښاد په ۱۳۰۳هجري لمریز کال کې د کونړ د اسمار ولسوالۍ په بارګام کې د حاجي عبد الودود سالارزي په کور کې زيږيدلې دی. پلار او کاکا یې چې حاجې عبد الرحمن نومیده، د خپلواکۍ د جگړې په څلورمې جبهې (د بریکوټ او چترال محاذ) کې ستره برخه اخیستې وه. همدارنګه دغو دواړو ورونو او د سالارزو جنکیالیو، د پیرنګیانو خلاف د باجوړ او مومندو په مختلفو غزا گانو کې هم گډون کړې وو. د شعر سره د غمخور مینه او د نظمونو د لیکلو ادبي تنده یې له زلمیتوبه په ذهن او زړه کې تنستې غزولې وې او په شاعرۍ کې یې ولسي رنګ او قومې جذبه پرته وه. 

عبدالله غمخور په ۱۳۳۳لمریز کال کې د کابل د پښتو ټولنې د ادبیاتو د څانګې مدیر او یو کال وروسته د کابل راډيو د پښتو ادبیاتو څانګې د خپرونې چارې ورته وسپارل شوې چې تر ۱۳۴۸ کال پورې یې دوام وکړ. همدغه کال یې د وطن په نوم یوه ترانه ولیکله چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه له خوا ورته تقدیر نامه او انعام ورکړل شو. یو کال وروسته د ننګرهار د ورځپاڼې مدیر او بیا د ننګرهار د قبایلو لوی مدیر وټاکل شو. په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د اسمار ولسوالۍ له خوا د لویی جرګې غړی وټاکل شو او رسمې دنده یې پریښوده. کله چې روسانو په افغانستان باندی لوڅ یرغل وکړ نو د خپلې کورنۍ سره یې پیښور ته هجرت وکړ او لږه موده وروسته د جهاد په نیت، بیرته کونړ ته لاړ ځکه هغه د کمونیزم خلاف جهاد او د وطن د خپلواکي په لاره کې سرښندنه د خپل ایمان برخه بلله. ارواښاد غمخور د حضرت صبغت الله مجددي په تنظيم کې د مشاور، د اجرائیه شوری د غړي او د ملي یوالي د تفاهم د رئیس په توګه کار کړېدی. 

عبدالله غمخور د افغاني کلتور، پښتو ژبې او د خپل ولس د سوکالۍ او خپلواکۍ په خاطر، تل له قلم څخه کار اخیستی او هغه یې د ژوندانه د ازغنې لارې په کږلیچونو کې د زړه تسل او تم ځایونه ګڼل. د هغه ګڼ شمیر نظمونه، لیکنې او مقالې د هیواد په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کې چاپ او د کابل راډیو د پښتو خپرونو د څانګې له لارې خپرې شويدي. مرحوم نه یواځی د کونړ په شاعرانو او ادیبانو کې یو شمله ور او سترګه ور شاعر وو، بلکې نوم یې د لرو او برو پښتنو په حجرو او دیرو کې وخت ناوخته د هنرمندانو په حنجرو کې اوس هم زمزمه کیږي. د هغه د زړه کړيکې او د قلم ليکې د خپل ولس د دردونو او غمونو څړيکې انځوروي او د ژوبل احساس فرياد یې د آزادۍ د پيغام، رسا غږ وو. غمخور یو ځل د شهید صدراعظم، موسی شفیق د لیدلو لپاره د هغه دفتر ته لاړ او له ډیر انتظار وروسته بیا هم موفق نه شو چې ور سره وګوري، نو یو شعر یې ولیکه او د هغه سکرتر ته یې ورکړ چې یوه برخه یې په دی ډول دی:

ډیر راباندې ګران یې، خو اوس ستا لیدل ګران شويدي
 یاره مهربانه چې دا څه درباندې شويدي
 ته د ژمي لمرشوې، په آسانه ښکاره کیږې نه
 سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه
 ستړې شولې خولې، په تپوسونو پیدا کیږې نه
 سحر که جادو دی، که ټوټکې درباندې شويدي
 ته د ښاره ووتې، د نرخه چې ونه وځې
 ته د آسمان ستوری شوې، آسمان ته رسیدل ګران دي
ډیر راباندې ګران یې، خو اوس ستا لیدل ګران شويدي

کله چې صدراعظم، شهید شفیق لږ وزګار شو نو سکرتر یې دغه شعر په میز باندی ورته کیښود خو بیا ډیر ناوخته وو. په چټکۍ سره یې د کابل راډیو رئیس ته امر وکړ چې قمرګله را وغواړي، دغه شعر په موسیقي کې کمپوز او بیګا له یې خپور کړي. که په درنو لوستونکو کې څوک د سندرو شوق لري، نو دغه سندره دی د حضرت ګوګل بابا په دربار کې دی ولټوي، فکر کوم چې په یوټیوب کې شته. لويه هنگامه، يادونه، زخمي زړه، د آزادۍ غوغا، د تُورې په مخ، د کابل اوښکې، د غمخور کليات او د ضمير آواز هغه ادبي شاهکارونه دي چې له مرګ وروسته یې د پښتو ژبې او پښتنو نوي کول ته په میراث پریښي دي. 
ارواښاد غمخور په ۱۹۹۹م کال کې غالبا د اپریل میاشت وه، زموږ دفتر (د سهار خبري آژانس او ورځپاڼې) ته راغی چې د قیصه خوانۍ بازار کې د پولیسو تاڼۍ ته مخاخ په دریم منزل کې وو. له مختصرې پیژندګلوۍ وروسته، دغه دروند مشر د خپل واسکټ څخه د اشعارو څو پاڼې را وویستلی او ما ته یې راکړې. دغه مهال زما محترم دوست، محمد زبیر شفیقي د سهار د ورځپاڼې او زه د خبري آژانس مسئول وم. له پيښورۍ قهوې وروسته مو ورسره مخه ښه وکړه او په ویاړ سره مو د هغه اشعار په سبانې خپرونه کې نشر کړل.

د ملي فکر او ژور احساس دغه هڅاند انسان د ۱۳۸۸ لمریز کال مرغومي د میاشتې په څلور ویشتمه نیټه د پيښور د حیات آباد په رحمان روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله خپله ساه، د ارواو خالق ته وسپارله. د دغه لیکوال، شاعر او سیاستوال جنازه، د کونړ بارګام ته انتقال او په خپلې پلرنۍ هدیرې کې خاورو ته وسپارل شوه. ارواه یې ښاده او یاد یې تل تازه.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
سیاسي

د مرادونو کاروان

news
ټولنیزې

ښځه او سیاسي واکمني

Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ