د افغانستان او ترکيې د اړيکو د سلمې کليزې مبارکي وايي، خو د هغه چا نوم نه اخلي چې دغه اړيکې يې پيل کړې 

ښايي نن به مو د هېواد د يو شمېر سياسي او حکومتي څېرو د مبارکي هغه پيغامونه لېدلي او لوستلي وي، چې د افغانستان او ترکيې د رسمي او ډپلماټيکو د پيل يې په کې ويلي وو. سل کاله وړاندې چې افغانستان له انګلېس تازه خپله خپلواکي اخېستې وه، د ترکيې او روسيې په شمول  يې د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکو نوي څپرکې پرانېستل او د نړۍ په بېلا بېل برخو کې له نورو ملتونو سره افغان ملت نېږدې او له انزوا بهر کړی. سل کاله وړاندې چا د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سياسي اړيکو پيل وکړ؟ 

د افغانستان د خپلواکۍ ستر غازي امير امان الله خان وروسته له هغې چې له انګلېس يې خپلواکي واخېستله په ۱۹۱۹ز کال کې د افغانستان امير او پاچا شو؛ دی د نړۍ هېوادونو ته په سفر ووت او دا فکر ورسره وو چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو سره سيال او پرمختللی هېواد جوړ کړي. د هېواد له خپلواکۍ نېږدې دوه کاله وروسته، ۱۹۲۱ز کال  د مارچ مياشتې په لومړۍ نېټه مسکو ناسته جوړه؛ د افغانستان او ترکيې ترمنځ د متحدينو په نوم تړون لاسليک شو، چې نن ورځ يې سلمه کليزه ده. غازي امير امان الله خان کابل کې د ترکيې سفارت لپاره ځمکه هم د ډالۍ په توګه ترکيې ورکړه او ترکيې افغانستان کې خپل سفارت پرانېست.  

د افغانستان يو شمېر سياسي څېرو لکه عطا محمد نور، صلاح الدين رباني، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش او نورو د افغانستان او ترکيې د رسمي اړيکو د سلمې کليزې ويلي او مبارکۍ يې وړاندې کړې  دي، خو يو هم د ستر غازي امير امان الله خان دغه او ورته نورې هڅې او کړنې چې د افغانستان د پرمختګ په پار يې کړې وې، نه دي يادې کړې. 

له بدمرغه، افغانستان کې د شته قومي او ژبني تعصب پر بنسټ د يو شمېر کسانو داسې کړنې چې په حقيقت کې د افغان ولس د بدبختۍ او وژنې سبب شوې دي، په ډېر وياړ او قدر سره ستایل کيږي، خو د ستر احمد شاه بابا، غازي امير امان الله، سردار محمد دواد خان او نورو پښتنو مشرانو هېوادنۍ مينه، قربانۍ او هڅې له نظر غورځول کيږي او يا ورته په يو بل لېدلوري کې کتل کيږي.