د انټرویو په هکله ځینې ټکي!

نن سبا، یوه په زړه پورې دنده پیدا کول آسانه کار ندی. یا په بل عبارت، په اوسني افغانستان کې د یوې مسلکي دندې پیدا کول ډېرې ستونزې لري، او پدې هکله زیات علتونه شته، چې هغه په ډېرو شیانو پورې تړلي دي.

د یوې دندې د پیدا کولو لپاره لومړنی ګام، د یوې ښې CV ترتیب کول دي؛ او باید کوښښ وشي، چې یوه ښه CV ولیکل شي.

د یوې ښې CV په نتیجه کې، یو کاندید شاید شارت لست شي، چې کاندید ته بې له شکه، ښه لومړنی زېری دی. لېکن، شارت لست کېدل دغه معنا نه ورکوي، چې د دندې لاسته راوړل به تضمین کړي. دنده، د یوې کامیابې انټرویو په نتیجه کي لاسته راتلی شي.

د یادولو وړ ده، چې ځینې خلک انټرویو ته، په ځینو وختونو کې د Viva ټکی هم کاروي. دا ټکی باید لوستونکي ته واضح شي، چې Viva، د علمي لاسته راوړنو دفاعیې ته ویل کیږي. د مثال په توګه، د مونوګراف په هکله د خپل استاد او د نورو ګډونوالو، پوښتنو، او ځوابونو ورکولو ته Viva ویل کیږي.

هیله ده، چې د یوې کامیابې انترویو، په هکله دغه لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي.
الف - کله چې د یوه کاندید CV کتل کیږي، نو په هغو کې د کاندید زده کړې، درجې، پوهې، او کاري تجربې ته زیات اهمیت ورکول کیږي. یعنې کوښښ کیږي، چې لومړی د لوړو نمرو، اعلٰی درجو، او ښې تجربې کاندیدان انتخاب او شارت لست کړي. که د لوړو نمرو، او اعلٰی درجو کاندیدان نه وو، نو بیا دویمه درجه کاندیدان شارت لست او د انټرویو دپاره انتخاب کیږي. نو په اعلٰی درجه، او ښو نمرو فارغېدل، ډېر حیاتي رول لري.

ب - که چېرې یو څوک د دندې په هکله انټرویو ته وغوښتل شي، نو بیا له دغه کاندید څخه زیاتره د هغه شیانو په هکله پوښتنې کیږي، چې هغو پخپله CV کې لیکلې وي. نو د هر کاندید څخه دا هیله کیږي، چې خپله CV، او ورسره لېږل شوی لیک ښه په غور سره وګوري، او د ټولو لیکل شوو شیانو په هکله، ښه د قناعت وړ معلومات، او ځوابونه پیدا کړي.

ج - د انټرویو په وخت کې باید ښې مناسبې او پاکې جامې، او یا درېشي واغوستل شي. کاندید وارخطا نشي، او په ښه واضحه توګه، پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي. یعنې لومړی په پوښتنه خپل ځان ښه پوه کړي، او بیا ځواب ورکړي. هېره د نه وي، چې کاندید باید خپل تعلیمي اسناد، او مونوګراف له ځانه سره ولري.

همدارنګه، هغه معلومات او غوښتنې چې د دغې دندې په هکله په اعلان کې ذکر شوي وي، هغه بیا له سره په ځیر سره ولوستل شي. دغه معلومات ته Job Description ویل کیږي، چې په هغو کې د دندې په هکله لازمي معلومات وړاندې شوی وي. د انټرویو څخه مخکې به د دغه معلومات یو ځل بیا لوستل، ان شاءالله، بې ګټې نه وي.

د - کېدای شي، په ځینو وختونو کې یو لنډ امتحان هم واخستل شي. نو کاندید ته لازمه ده، چې خپله تیاري ورته ولري، او هم یې د خپلو زده کړو مونوګراف، ښه په غور سره کتلی وي.

ځینې وخت، له کاندید څخه غوښتل کیږي، چې د یوې موضوع په هکله د ګډونوالو په وړاندې لکچر ورکړي.

ھ - کېدای شي، له کاندید څخه دا پوښتنه هم وشي، چې ولې دغه وظیفه ده ته ورکړل شي. یا په بل عبارت، کاندید باید په زړه پورې ځواب وړاندې کړي.

د انټرویو په پای کې معمولاً، کاندید ته چانس ورکول کیږي، چې که هغه کومه پوښتنه ولري. ځینې ساده ګان، بیا دا ډول پوښتنې کوي، چې ”زه غواړم، په فلانۍ میاشت کې رخصتي واخلم، دا ځکه چې زما واده دی!!؟“. نه داسې پوښتنه باید ونشي. که پوښتنه عمومي شانته وي، هغه به ښه وي. د مثال په توګه، که وپوښتل شي، چی د دغه کمپنۍ یا ښوونځي فرق له نورو سره څه دی. یا په بل عبارت، د دغې مؤسسې Selling Points کومي دي.

و - یو کاندید باید هغه دندې ته درخواستي ور‌نکړي، چې د هغو کول بیا ورته سخت وي. پخپله کار کول ډېر مهم دي. که یو څوک د کار کولو توان ونلري، نو د هغو ژوند به بیا ډېر ګران، او له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي.

ز - د انټرویو په شپه باید ښه آرام خوب وکړل شي، او د امکان په صورت کې د تهجد لمونځ هم اداء شي. بیا ښه د سهار چای وچښل شي، دوه رکعته نفل هم اداء کړل شي، او بیا په کافي اندازه وختي د انټرویو ځای ته ځان ورسول شي، او د خپلې کورنۍ د غړو دعا هم واخستل شي.

ځینې خلک د لارې بیروبار په نظر کې نه نیسي، او ناوخته وارخطا، او د خولو ډک خپلې انټرویو ته حاضریږي!

هېره د نه وي، چې باید د زنګ له ګړۍ څخه د خوب د پاڅېدو لپاره کار واخستل شي، او هم د کورنۍ یوه غړي ته یادونه وشي، چې د پاڅېدلو مسىٔولیت پرغاړه واخلي.
همدارنګه، کوښښ وشي، چې د انټرویو په وخت کې تورې عینکې استعمال نشي، او له وارخطاىٔۍ څخه ځان وساتل شي.

د پام وړ ټکي:
په هغو ملکونو کې چې اداري فساد شتون ولري، نو هرڅه له واسطې او رشوت سره تړاو لري. نو پدغه شانته ملکونو کې بیا نه څوک ښې CV، او نه ښې انټرویو ته اهمیت ورکوي. پدغه شانته ملکونو کې حق باطل، او باطل حق کیږي.

بیا هم په مونږه او ستاسې لازمه ده، چې خپلې هلې ځلې به جاري ساتو، او نور به یې الله(ج) ته سپارو.

که یو څوک پدغه شانته ملکونو کې، دندې نشي پیدا کولئ، نو دا بیا د دوی کومه ګناه نده.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا لپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.