د نړۍ د ۲۰ دينونو لنډ تاريخ، د پيروانو شمېر او بنسټيز اصول؛ ولسي يا عاميانه دين؛ Folk Religion - پنځمه برخه

د انګلېسي ژبې د Folk کلمه د Folklore فولکور کلمې اصلي بڼه ده، چې د ولسي، کلتوري او رواجي ماناوې ورکوي. اکسفورډ دېکشنرۍ ولسي دين يا فوک داسې تعريف کړی دی؛   "هغه دين چې په يوې کوچنۍ او سيمه ييزې ټولنه کې رامنځ ته کيږي او د کوم بل لوی سېسټم او دين اصولو سره تړلی نه وي." ځينو بيا ولسي دين هغه دين ته ويلي دي چې په يوې ټولنه کې له شته دين رېښه اخلي او د هغې اصلي دين ځيني برخې په کې لېرې شوي او ځيني او نور بيا ور زياتې شوې وي. يا دا چې عاميانه دين په يوې ټولنه کې د موجوده دين نامنظم جوړښت ته وايي. 

په لويه کې فوک دين له دوه برخو جوړ شوی دی. يوه ټولنه کې د شته دين هغه برخه چې کلتور او رسم جوړه شوې وي او دويم دا چې  د څو بېلا بېلو دينونو او کلتورونو ځيني اصول چې د نوې عقيدې په ډول منل شوي وي په ځان کې نغاړي.  د نړۍ د نورو برخو په پرتله چين کې د فوک دين ډولونه او پيروان ډېر دي. هلته خلکو په خپلې خوښې د اسلام، عيسويت او هندويزم د دينونو ځيني برخې او خپل کلتور سره ګډ کړي دي، چې د فوک اسلام، فوک عيسويت او فوک هندويزم په نوم دينونونه ترې جوړ شوي دي. 

هغه کسان چې پر فوک دين نيوکې کوي لومړی دلايل دا وړاندې کوي، چې دين د عقايدو منظمې ټولګې ته وايي او همدا توپير دی چې دين او سحر يا جادو سره جدا شوي دي، خو فوک دين د عقايدو نامنظمه ټولګه ده چې په خپله د دين له کلمې سره په ټکر کې راځي. 

ځيني پوهان د اسلام مبارک دين هغه برخې چې د اسلام سپيڅلي دين اصلي نسخې او اصولو سره توپيري دي، فوک اسلام يادوي. يانې په اسلامي هېوادونو کې د ښاري او اطرافي سيمو د خلکو په عقيدو کې توپير شتون لري؛ دا توپير د يو اسلام دننه دوه ډلې خلک راپيدا کړې او دواړه پر دين باور لري، خو پر ځينو مسايلو کې سره اختلاف لري چې همدا اختلاف له کلتور چې ښاري او اطرافي کلتور دی، رامنځ ته شوی او پر دې اساس اختلافي ډلې د فوک دين په ډله کې راځي. د بېلګې په ډول د مسلمانانو ترمنځ  لېرو سيمو کې خلک پر زيارت او تعويذ ډېره عقيده لري خو بيا ښاري مسلمانان پر دغه شيانو ډېره عقيده نه ساتي. 

همدا ډول په هندويزم کې؛ خلکو د خپل کلتور ځيني برخې په هندو دين کې وردننه کړې دي خو د هندو دين په اصلي نسخو کې دا ډول رواجونه شتون نه لري او يو نوی دين يې جوړ کړی چې فوک هندويزم ورته وايي. 

د وروستيو شمېرونو پر بنسټ د فوک دين بېلا بېل ډولونه د نړۍ په مختلفو برخو کې شته او نېږدې څلوره سوه مېلېونه پيرويان لري چې ډېر يې په چين، هندوستان او نيپال کې ژوند کوي.