خليلي: سږ کال د عبدالعلي مزاري د مړينې په تلين غونډه کې ګډون نه کوم 

روهي (دوه نۍ/۱۱ د کب)، د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال او د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کريم خليلي وايي چې سږ کال به د عبدالعلي مزاري د مړينې په ياد غونډه کې ګدون ونه کړي. 

محمد کريم خليلي ويلي دي چې تېر کال د عبدالعلي مزاري د مړينې پر ياد غونډې بريد وشو او خونړۍ پېښه رامنځ ته شوه؛ هغه پېښه د هېردو وړ نه ده سږ کال کابل کې د مزاري په ياد غونډه کې برخه نه اخلي. 

نوموړي ويلي دي چې په کابل کې برخه نه اخېستل يې په دې پار دي چې امنيتي مسوولين د تېر کال پېښې ته متوجې کړي او زياته کړې يې ده چې په يو شمېر بهر هېوادونو او د هېواد په ولايتونو کې به د عبدالعلي مزاري ياد غونډه ولمانځي. 

د کب د مياشتې په ۱۴مه نېټه د لويې جرګې په خيمه کې د ولسمشر د دويم مرستيال محمد سرور دانش او د ولسمشر  سياسي او امنيتي سلاکار محمد محقق له لوري د عبدالعلي مزاري د مړينې ياد غونډه جوړيږي. 

د يادونې ده چې تېر کال د مزاري په تلين غونډه کې هغه مهال بريد وشو چې نوموړي وينا کوله او له بريد وروسته يې خبرې په نيمايي کې پاتې او له ناستې ووت.