له يو شمېر سياسي څېرو سره د ولسمشر غني وروستۍ لېدنې او تر شا يې موخې 

روهي (جمعه/۸ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د هېواد له يو شمېر سياسي او پخوانيو جهادي مسرانو سره لېدنې کړې. په دې لړ کې ولسمشر غني له محمد محقق، محمد کريم خليلي، محمد يونس قانوني، خپل دويم مرستيال سرور دانش او يو شمېر نورو سره کتلي دي. 

ولسمشر غني د حکومت د مصالحې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي رهبر صلاح الدين سره هم لېدلي او د ويل کيږي چې د صلاح الدين رباني په شمول يو شمېر نورو له ولسمشر سره لېدنه رد کړي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني د وروستيو لېدنو په اړه ويلي دي چې له دغه لېدنو موخه د سولې په پار د يوې سياسي اجماع رامنځ ته کېدل دي. 

د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال په دې اړه رسنيو ته ويلي دي،  ''ولسمشر توانېدلی دی چې د سولې برخه کې اجماع جوړه کړي او دغه لېدنې چې د سولې په پار د سياسي اجماع لپاره کيږي، لا به ادامه ولري.''

ځيني نور بيا د ولسمشر غني دا ډول لېدنې چې د سولې په پار د سياسي اجماع لپاره کيږي، د مصالحې عالي شورا د ځای چې ډاکټر عبدالله عبدالله يې مشري کوي، د کمزوري کول هڅه بولي.