ښاغلی عبدالرحیم روغانی د عمر او ویښتو له رنګه بوډا معلومیدو، خو زړهٔ او جذبات یې ځوان وو؛ ما په لومړي ځل هغه په پېښور او بیا د هغه په خپل ښکلي وطن (سوات) کې ولیدو. 

د نوموړي خوش طبعیتۍ او له موسکا ډکې څیرې په لومړي ځل لیدو هم سړي ته داسې احساس ورکاوه، لکه له کلونو چې یو بل پېژني. 

هغهٔ سره له دې چې مشر و، خو د خپلو کشرانو پوښتنه یې هم کوله، ماته یې ډېر کله له دې ګیلې سره مل ټلیفون کړی، چې پوښتنه نه کوې!

ما به یو او بل څه بهانه کړل او یو وخت داسې هم و، چې زه پېښور ته لاړم، خو د ځینو کارونو او بوختیاوو له امله مې د ښاغلي روغاني پوښتنه ونه کړی شوه، بیا نو سم خپه و؛ خو اخر مې په دې پخلا کړ، چې زهٔ خو بیا بیا درغلی یم او که دا ځل مو بر وطن کې څه پروګرام جوړاوه، نو تهٔ به راځې، خو... هغه له دې وعدې مخکې پور پرې کړ!

د هغهٔ د نازک طبعیت او اخلاصمنې مینې اندازه، د هغهٔ له دې دوو بیتونو هم لګولی شو، چې وايي:
د روغاني خپه کول څه دومره ګران خو نه دي
ته ترې خپه شه روغانی غریب خپه خپه دی
بيا چې شي تازهٔ زاړهٔ يادونه روغاني ته
خدای دې سوات ته راوله د سوات په بهانه
ارواښاد روغانی د خپل قوم او خلکو په نبض پوه و، ځکه خو یې ډېر‌کله په مزاحیه ولسي رنګ کې خپله شاعري تر نورو رسوله:
د ښامار نه نه یریږي، نه یریږي منګري نه
نه د شرمخ نه یریږي، نه یریږي منزري نه
له توپانه نه یریږي، نه د بل څه ضرري نه
البته پښتون یریږي، پیر، پیغور او د پیري نه
د دې ترڅنګ یې شاعرۍ کې د سنجیده او پخو فکرونو کمی هم نه و: 
زهٔ ومه په اغاز کې خو د نن په شکل نه وم
انجام کې به زهٔ هم یم، خو چې یم داسې به نه یم
پیدا چې شوم نو بل شان وم، چې یمه داسې نه وم
په خپل طبیعي مرګ چې کله مرم، داسې به نه یم
او ځینې وخت خو یې په یوهٔ نظم، غزل، یا قطعه کې د هنر ټولې ځانګړنې هم را یوځای شوي دي:

فضا د نن مې روماني وليده
ایله مې ژوند کې اساني ولیده
ځان یې سینګار کړو د جونګړې خوا ته
په غریبۍ کې مې خاني ولیده
چې پېښوری شال یې راوښوییدو
ما یې د مخ قصه‌خواني ولیده
کافره! شکر به په کفر وکړې
که دې د نن مسلماني ولیده

د ارواښاد روغاني د شاعرۍ ډېره او مشهوره برخه د هغه قطعې وې، ځکه خو یې په خپله سیمه کې د (بابای قطعه) لقب هم خپل کړی و، خو د قطعو ترڅنګ یې غزل او نظمونه هم لیکل او وخت ناوخت یې له خپل لوی وطن سره د مینې په موخه ترانې هم لیکلي.
سوات کې مو چې د وروستي ځل لپاره لیدل، افغانستان ته یې نوې ترانه لیکلې وه، چې وروسته کرن خان وویله:

(دا څه دی چې دې زړهٔ،  د زړهٔ سر دی، د زړهٔ تل دی
کابل دی، کابل دی، کابل دی او کابل دی
که داسې وي نو خدای دې دغه زړهٔ مه کړه پرېشانه
افغانه، افغانه، افغانه وه افغانه!...)
دهٔ راته ویل: بهیره! خبر یې چې وطن ته مې څومره ښکلې ترانه لیکلې؟
ما د ټوکو په انداز ورته وویل: بابا چې د خوست ذکر نه وي پکې، نه یې منم!
دی د تل په څېر په خندا شو، ویې ویل: خوست خو ستا په سترګو هم نهٔ رانه هیرېږي، اول بند کې یې خوست ذکر دی؛ له دې سره موږ ټولو وخندل...

ارواښاد عبدالرحیم روغانی، چې د سوات په مټه نومي کلي کې یې د (۱۹۵۰) کال په لومړۍ میاشت کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې وې، د ۷۱ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې. 

ارواښاد په نظم او نثر دواړو کې خپل قلم ازمایلی او خپلو مینه والو ته یې لاندې اثار په میراث پرېښودل:
د "نوې نغمه"، "ځورېدلي احساسات"، "سندریز احساس"، "د رڼا څاڅکي" په نوم شعري ټولګې.

" خود غرض "او "کوربانه خیالونه" نثري ټولګې او د "سندرې او خبرې" په نوم د نظم او نثر ګډه ټولګه.

د یادولو ده، چې خود غرض نومي اثر یې انګلیسي ژبې ته هم ژباړل شوی او په لندن کې چاپ شوی دی.

د دې ترڅنګ یې د شاعرۍ څه نمونې د پښتو مشهورو سندرغاړو لخوا هم ویل شوي او ممکن د ژوند د وروستیو شپو ورځو شاعري یا نثري لیکنې یې هم دومره وي، چې د اثارو په شمېر کې یې اضافه راولي.

هیله ده د سوات او ټول پښتون وطن فرهنګپال به د نوموړي د نظم او نثر دیوانونو چاپ او د هغه د هنر نمانځنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 
اروا یې ښاده او برکت یې پر پاتې خواخوږو!