لویه څارنوالي: روان کال د اداري فساد ۲۲۴ قضیې د ۵۰۰ کسانو په اتهام محکمې ته لېږل شوې

روهي(پنځه نۍ/۷ د کب)، د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وایي، چې دغې ادارې د ۱۳۹۹ لمریز کال په لیندۍ او مرغومي کې د اداري فساد ۲۲۴ قضیو ته رسیدګي کړې چې په دې قضیو کې ۵۰۰ کسان تورن پېژندل شوي دي.

رسولي زیاتوي، چې په دغو قضیو کې ۱۰۲ قضیې د ولایتونو او ۱۲۲ هم د مرکز اړوند دي. ښاغلي رسولي وویل، په دغو قضیو کې ۷۶ قضیې د امنیتي او دفاعي سکتور اړوند دي. 

نوموړي دغو قضیو ته په اشارې سره وویل: "دا قضيې د اداري فساد، بډو، له واکه ناوړه استفاده او نورو مواردو په تړاو ثبت شوې دي او یو شمېر لوړپوړي او ټيټ پوړي کسان پکې تورن پېژندل شوي دي."

د لویې څارنوالۍ ویاند تېر مالي کال قضیو ته په اشارې سره وایي، چې دغې ادارې په ۱۳۹۹ مالي کال کې هم د اداري فساد ۱۷۹۱ قضیې څېړلې، چې له دې شمېره ۲۶۶ د اداري فساد د لویو جرمونو او ۱۵۲۵ قضيې د اداري فساد عادي جرایمو په تړاو دي.