له ځنډ وروسته؛ دوحه کې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ناسته کړې 

روهي (درې نۍ/۵ د کب)، له يو څه ځنډ وروسته تېره ورځ دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوو ناسته کړې. دغه ناسته د يادو ټيمونو د مشرانو او غړو ترمنځ شوې. 

د تېرې ورځې ناسته کې د سولې خبرو پر بيا پيل او همدا ډول د اجنډا پر جوړولو بحث شوی. ناسته کې د تماس ډلو ته دنده سپارل شوې چې د راتلونکي ناستې مسايل برابر کړي. 

د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ پر خپل ټوېټر د شوې ناستې پخلی کړی،  "‏نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو هيئوتونود مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه. په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي."

له دې وړاندې افغان حکومت ويلي چې طالبان د سولې خبرو ته لېوالتيا نه ښيي؛ د خبرو ميز يې پرېښوودلی او د مرکچي پلاوي غړي يې د سيمې د هېوادونو په سفرونو بوخت دي.