راتلونکي لسيزه د ملګرو ملتو له خوا د دښتو دله منځه وړلولسيزه ونومول شوه

د ملګرو ملتو عمومي اسامبلۍ  ( د ملګرو ملتو دچاپېريال ساتنې پروګرام )  تر سرليک لاندې  پريکړه وکړه ، چې راتلونکي لسيزه ( 2010  _  2020 ) به د دښتو د له منځه وړلو لسيزه وي .
د ملګرو ملتو عمومي اسامبله به په راتلونکو دوه کلو کې د دښتو د له منځه وړلو لپاره د پروګرامونو په اړه بحث او پرېکړې وکړي .
د نړۍ يو پر درې برخه دښتې دي او دابرخه د ځنګلونو د تخريب ، د څارويو د بې احتياطه څر ، د کرهڼې د غلطومېتودونو او د خوږو اوبو د غلطې استفادې له امله نوره هم زياتيږي .