د هدفي چاودنو په دوام نن کابل کې دریو چاودنه مرګ ژوبله اړولي

روهي ( نۍ / ۲ د کب )، په کابل ښار کې درې بېلو چاودنو پنځه کسان وژلي دي.
 
 لومړۍ چاودنه نن سهار نیږدې ۹ بجې د کابل دارالامان پر سړک وشوه چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی. امنیتی سرچینې بیا وایي چې په دې پېښه کې دوه کسه ټپیان شوي دي.
 
 دوهمه چاودنه بیا د کابل ښار د کارته پروان په سیمه کې شوې چې له امله یې د  د یوې مېرمنې په ګډون درې کسه وژل شوي دي.
 
 همدا راز درېیمه چاودنه بیا شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند له شهید څلور لارې سره پر یوه رنجر ډوله موټر شوې ده. په دې پېښه کې هم دوه کسه وژل شوي دي.
 
 امنیتي سرچینې وایي چې د پېښو په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. 
 
د کابل ښار اوسیدونکي وایي دلته هره ورځ چاودنو یې په ژوند او کاروبار اغیز کړی دی.

خلک له امنیتي مسولینو غواړي چې د یادو پیښو مجرمین که په عالني او سخته سزا ونه رسیږي وضیعت به همداسې دوام وکړي.
 
کابل نیږدې هره ورځ د یوې او څو هدفي چاودنو شاهد وي خو د یادو پیښو مسولیت هیڅ کومه ډله نه مني.