اندرابي: د لویو لارو ستونزو ته رسیدنه کیږي خو موټر چلونکي وایي د پولیسو زور زیاتي اړ کړي خپل کاروبار ودروي

روهي ( جمعه / ۱ د کب )،  د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي وايي، د لویو لارو د ستونزو هوارولو ته پر وخت رسیدګي کیږي. 
 
نوموړي د ترانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه کې هغوی ته پر لویو لارو د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی دی. 
 
اندرابي ویلي چې د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته دنده سپارل شوې چې د لویو لارو د ستونزو هواري پخپلو کاري لومړیتوبو کې ونیسي او هره ورځ د خپل کار نتیجه له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړي.
 
د افغانستان په یو شمېر لویو لارو کې د تګ راتګ کوونکو باروړونکو لاریو سلګونو چلوونکو د هغه څه له کبله د دوو اونیو راهیسې کاربندیز کړی، چې د پولیسو له خوا ترې په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل، ځورونه، وهل ټکول او سپکې سپورې بلل شوي دي. 
 
یو شمېردغو چلوونکو ویلي د پولیسو  زورزیاتي اړ کړل، چې "خپل کاروبار ودروي". 
 
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د بار وړونکو موټرو د چلوونکو شکایتونه دوی ته رسېدلي او په وینا یې، چې ډېر ژر به دغه ستونزې حل کړي.
 
دغه شکایتونه له کلونو راهیسې کېږي، خو څنګه چې یو شمېر چلوونکي وايي د چارواکو له ژمنو سره سره د هواري څرک یې نه لګي.