امرخیل: ننګرهار کې د داعشیانو کشف شوي کور باندې یو ځل بیا عملیات شوي

روهي ( جمعه / ۱ د سلواغې )،د ننګرهار والي ضیالحق امرخیل وایي د بهسودو ولسوالۍ لسمې ويالې سيمه کې د پوليسو له لورې د داعشیانو په یو کشف شوي کور باندې د عملياتو په ترڅ کې دوه ميله کلاشينکوف،يو ميل تفنګچه، دوه حلقې ځای پر ځای شوي او ۶حلقې نور ماينونه، يوه کرولا، يوه عراده زرنج ريکشا، ټليفونونه، د داعش بیرغونه، ۵جوړه د قطعه خاص يونيفورم، اسناد او نور توکې تر لاسه کړي دي.
 

د امرخیل د معلوماتو له مخې تېره ورځ د ننګرهار مستوفيت ته څېرمه اېښودل شوي ماينونه د همدې کور څخه را ليږدول شوي وو.
 
امنیتي مسولین وایي د داعشیانو د دې کورنۍ دوه تنه باګرام کې بنديان دي، يو تن يې کوټ ولسوالۍ کې وژل شوی او د بلال په نوم د جلب او جذب مسؤل د نيولو هڅی جريان لري.
 
تر اوسه یادې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.