ځمکه څومره ژوره ده؟ د ځمکې لاندې څه شی شتون لري؟ 

د ځمکې کُره پياز او يا هګۍ ته ورته بڼه لري. دا چې مونږ تاسې پرې شتون لرو د ځکمې قشر يا  crust  دی، خو ځمکه له څلورو پوړونو يا  Layers جوړه ده، چې قشر، مانټل، بيروني هسته او دننه هستې څخه عبارت دي. 

۱- قشر The crust: د ځمکې د نورو پوړونو په پرتله د ځمکې د قشر پنډوالی کم دی، ځينو برخو کې ۳۰ کليو متره او ځينو نورو کې اوويا کيلو مترو ته رسيږي. هغه ځايونو کې چې بحيرې شتون لري بيا د ځکمې د قشر پنډوالی له شپږو تر ۱۲ کيلو مترو رسيږي. د پنډوالي پر بنسټ د ځمکې قشر په دوه برخو وېشل کيږي؛ بحيره ـ وي قشر يا Oceanic Crust او د وچې قشر يا Continental Crust؛ د بحيره ـ وي قشر  په پرتله د وچې قشر ډېر پېړ دی. د ځمکې د حجم د ټولې برخې څخه يوازې يو سلنه برخه قشر جوړه کړې ده. غرونه، اوبه، اورغورځونکي او نور د ځکمې پر قشر شتون لري. 

۲- مانټل Mantle: له قشر وروسته د ځمکې دويمه برخه  د مانټل په نوم ياديږي. دغه برخه له قشر وروسته پيليږي. د مانتل پنډوالی ۲۹۰۰ کيلو مترو ته رسيږي. په مانټل کې د توخي درجه ۴۰۰۰ سانتي ګرېډ درجې ته رسيږي په داسې حال کې چې په سل درجې سانتي ګرېډ کې اوبه جوش کيږي. هر کله چې اورغورځونکي غورونه چاودنه کوي، نو مګما په مانټل کې شتون لري چې د ځکمي قشر ته راپورته کيږي. 

۳- بهرنۍ هسته يا  Outer Core: له مانټل لاندې د ځکمې بله برخه د بهرنۍ هستې يا  Outer Core په نوم ياديږي. دا برخه ډېره سخته ګرمه ده. دلته د تودخي درجه له ۵۰۰۰ سانتي ګرېډ هم پورته ده. د بهرنۍ هستې يا  Outer Core پنډوالی نېږدې ۲۲۰۰ کيلو متره دی. 

۴- دننه هسته Inner Core: د ځکمې د جوړښت وروستۍ برخه کې داخلي يا دننه هسته ده چې په انګلېسي کې ورته د Inner Core وايي. دلته تودخه له ټولو نورو برخو ډېر او زيات دی. په Inner Core کې د توخي درجه شپږ زره سانتي ګرېډ ته رسيږي. د Inner Core د تودخي درجه د لمر د سترګې د تودخي له درجې سره برابره ده. د داخلي هستې پنډوالی ۱۲۵۰ کيلو متره دی.