زما ګران هېواد

هر هغه ځای چې ټاکلی جغرافیوي موقعیت ولري هېواد بلل کېږي. زمونږ د هېواد نوم اخیستلو سره غرونه، سیندونه، باشجاعته ولس او خاوره په ذهن کې تصور کېږي، چې غرونو یې ځیګري رنګه لباس په اغوستلو سره د هېواد ښایست څو چنده ښکلی کړی دی.

سیندونه يې اب حیات او د سیاحت لپاره په زړه پورې منبع ده.  د باشجاعت ولس د نوم سره د میوند ملالۍ او پنځه زرکلن تاریخ تر سترګو کېږي. خاوره لکه د الماس په څېر او لکه د لونګو بوی لري. 

ولایتونه پکې داسې برېښي لکه په باغ کې چې رنګارنګ ګلان وي.  خو بدبختانه د چاودنو او جګړو له لاسه زخمي زخمي دی. اورېدلي مې دي، چې لویدلی نه یې، روانېدلی نه شې. 

تورو شپو پسې سهار شته، لا امید لرو چې ټول هېوادوال به د خپل هېواد د پرمختګ او بقا لپاره کار کوو او نور به د عیبونو پرځای د دې هېواد د پرمختګ په اړه خبرې کوو.

کاش! د دې هېواد تقدیر هم دومره ښکلی وي، لکه څومره چې ښکلا لري. 
په وطن نیمه ډوډۍ ښه ده 
نه په پردي وطن کې غوښه پلاونه