ماشوم روزنه 

ماشوم هغه څوک دی چې عمر يې تر اتلسو کلونو ښکته وي. ماشومان د کور نیالګي او ښکلي ګلان دي، د ماشوم ساتنې مسولیت د هغه د ټولې کورنۍ په غاړه دی.

د ماشوم ښه روزنې لپاره لاندې لارښوونې پام کې ونیسئ: 
خپل ماشومان مو پرېږدئ، چې خبرې وکړي، داسې ورته مه وایئ، چې ته چوپ شه یا ته په څه نه پوهېږې. ځکه دوی بیا دا منفي خبرې تر ډېره عمر په ذهن کې ساتي او زوروي یې. 

ماشومان له ځان سره واده او کله نورو مجلسونو ته یوسئ. 
کله چې د کوم کار په اړه مشوره کوﺉ، د ماشومانو نظر هم له ځان سره واخلئ. 
کله چې ماشوم کوم ښه کار ترسره کړو،  د تشویق لپاره یې په کوچنی ډالۍ ونازوﺉ، کله چې یې کوم وران کار وکړ، حتمي ماشومان خو شوخان وي، کوچنۍ سزا ورته وټاکئ یعنې سلام یې مه اخلئ. 

په اونۍ او میاشت کې یې له ښونځي او دینې مدرسو له استادانو څخه پوښتنه وکړﺉ که استادانو یې منفي څه وویل، تاسو ماشومانو ته وواېئ، چې استاد ستا ډېر صفت وکړ، ځکه دوی بیا پیاوړي کېږي. 

د ماشومانو په وړاندې هیڅ ډول تاوتریخوالی د زغملو وړ نه دی، د ماشومانو په مخ کې هیڅ غوسه مه کوﺉ. 

رسول الله ص فرمایلي دي، تاسې تر هغه له خپل ماشوم سره مینه وکړﺉ، چې تر څو ماشوم تنګ شوی نه وي.