د ویتنام جنګ ولې پېل شو او څنګه پای ته ورسېد؟

په ویتنام کې د امریکا جنایت او وژنو ډک جګړه يیز تاریخ ته په کتو دوی د ملکي وګړو او په خپله د امریکايي سرتېرو مرګ ژوبله پټه ساتلې امریکايي ولس هم په دې نه پوهېږي چې سرتېرو ژوند هلته څه ډول وو؟ هغه څه چې دوی يې خپلو سرتېرو سره کوي د هغوی ژوند بد حالت، په زوره جګړې ته لیږل او شنکنجه کول دا هغه څه دي چې امریکايي ولس ترې ناخبره ساتل شوی امریکا هغه تېروتنه چې ویتنام جګړه کې يې وکړه له هغې يې ښه ګټه اخیستې د ویتنام په جګړه کې ډله ییزو وژنو او د ملکي وګړو جسدونو انځورونه خپاره شول چې د نړۍ او په خپله د امریکايي ولس غبرګون يې راوپاروه او په ضد يې لاریونونه پیل شول لاریون کوونکو له پنټاګون وغوښتل چې امریکا دې ویتنام جګړه پای ته ورسوي ځکه دوی هلته ملګي وګړي وژني له هغې راهیسې امریکا بیا هیڅکله هم د خپلو سرتېرو د ژوند سختیو او ملکي وګړو جسدونو انځورونه نه دي خپاره کړي او نه يې اجازه ورکړې په دې لیکنه کې به تاسې ولولئ چې امریکايي پوځ څنګه په ویتنام کې ډله ییزې وژنې وکړې؟ څنګه يې خپلو سرتېرو ته سختې شکنجې ورکړې د دې لپاره چې ولې جګړې ته نه ځي؟ دا کړنې یوازې تر ویتنام پورې محدودې نه وې تر هغې وروسته په عراق او افغانستان کې هم ورته کړنې ترسره شوې خو امریکايي ولس ناخبره وساتل شو. (ژباړن)
 
د ویتنام جګړه
د ویتنام جنګ د بشر په تاریخ کې د ۲۰ پیړۍ تر ټولو مشهورترینو جنګونو څخه دی. دې جنګ د څو نسلونو ترمنځ شخړې رامنځ ته کړې او امریکا متحده ایالات دا انقلاب پر مخ یوړ، ولې د ویتنام جګړه پېښه شوه او څنګه پای ته ورسیده؟
 
د ویتنام جنګ د شمالي ویتنام کمونیستانو او جنوبي ویتنام دولت ترمنځ پیل شو. د ۱۹۵۰ کالونو لسیزو په منځ کې شمالي ویتنام د کمونیست هېوادونو لکه چین د خلق جمهوریت او شوروي اتحاد لخوا يې ملاتړ کیده جنوبي ویتنام هم د کمونیست ضد هیوادونو ملاتړ درلود په ځانګړې توګه متحده ایالات چې د ۲۰ کلنې جګړې وروسته يې ماتې وخوړه د دې ماتې په جریان کې نه یوازې دا چې کمونیستان وتوانیدل چې ویتنام له متحده ایالاتو څخه بیرته ترلاسه کړي بلکې متحده ایالات چې د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې د درناوي وړ ؤ خپل شهرت له لاسه ورکړ.
 
په ویتنام کې جنګ څنګه پېل شو؟
ویتنام مخکې له دوهم نړیوال جنګ څخه د فرانسې مستعمره وه. جاپان د دوهم نړیوال جنګ په جریان کې ویتنام کنترول په لاس کې واخېست د جنګ په ختمیدو سره په سیمه کې د قدرت خلا رامنځ ته شوه، د ویتنام انقلابي کمونیست هو چي مین آزادي غوښتونکی ؤ خو بیا هم متحدینو پریکړه وکړه چې ویتنام دې د فرانسې پورې اړه ولري هو چي مین او د هغه جنګیالیو په پای کې فرانسې سره جګړه پېل کړه نوموړي متحده ایالاتو څخه د مرستې ترلاسه کولو هڅې پیل کړې مګر متحده ایالاتو زړه ښه نه کړ او نه يې غوښتل چې د هو چي مین بریالی شي دوی په جنوبي آسیا کې د کمونیزم د خپریدو په اړه انديښمن ؤ کله چې هو چي مین او د هغه ملګري د فرانسې په وړاندې بریالي شول متحده ایالات لا اندېښمن شول او فرانسې سره يې مرستې پېل کړې.
 
د ویتنام جنګ ته د امریکا داخلیدل
په ۱۹۵۴ کال کې ویتنام فرانسې ته سختې ماتې ورکړه فرانسې پریکړه وکړه چې له ویتنام څخه بهر شي په همدې اساس یوه پيړۍ د فرانسې استعماري حکومت پای ته ورسېد. په ژنو کې د یوې معاهده په اساس ویتنام په دوه برخو شمالي او جنوبي ویتنام ووېشل شو، په پام کې وه چې د ۱۹۵۶ م کال ټاکنو سره به يو ځل بیا سره یو ځای شي او یو متحده هېواد به شي مګر متحده ایالاتو نه غوښتل چې دغه هېواد په یو کمونیستي هېواد بدل شي. « نګو دین دیم» ویتنامي کمونیست ضد جنرال د امریکا په ملاتړ د دې معاهدې مخالفت وکړ دې سیاستوال د ویتنام امپراتور لرې او ځان يې د دې هېواد ولسمشر وباله. هغه په جنوبي ویتنام کې د متحده ایالاتو په مرسته او ملاتړ د کمونیستانو په وړاندې یو لړ جدي اقدامات ترسره کړل چې جنوبي ویتنام کې پاتې وو، چې شاو خوا سل زره کسان ونیول شول او ډیر کمونیستان په وحشانه ډول شکنجه او اعدام شول له ۱۹۵۷ کال راهیسې ځپوونکي رژیم نور مخالفینو مبارزه پیل کړه په حکومتي چارواکو او نورو اهدافو يې بریدونه وکړل له ۱۹۵۹ راهیسې د دواړو ځواکونو ترمنځ رسمي جګړه روانه وه. هو چي مین د ویتنام د متحده کولو لپاره یو متحد حکومت اعلان کړ.
 
د ډومینو نظریه
په ۱۹۶۱ کال کې د جان ایف کینیډي د امریکا د وخت ولسمشر په مشرۍ یو ټيم د وضعیت ارزولو، د شرایطو څېړلو او راپور ورکولو لپاره جنوبي ویتنام ته واستوه دې ډلې متحده ایالاتو حکومت وهڅاوه چې د ویتنام ظالم ولسمشر ته لا ډیر نظامي، اقتصادي او تخنیکي مرستې ور ورسوي د څارنې کتوونکی ټيم هغه وو چې د ډومینو نظریې په توګه وپيژندل شو د دومینو نظریه دا وه چې که چیرې کمونیزم په جنوبي آسیايي هېواد کې بریالی شي نو ډیری نور هېوادونه به ترینه ملاتړ وکړي په همدې ترتیب کینیډي جنوبي ویتنام حکومت ته د متحده ایالاتو مرستې ور ډیرې کړې دا باید اضافه شي چې د امریکا مداخله په همدې ځای پای ته ونه رسیده او مستقیم جنګ ته ننوتل.
 
دخلیج تونکین کیسه او ویتنام ته د امریکايي ځواکونو راتګ
د نومبر په ۱۹۶۳ م کال کې «دیم» د هغه خپلو ځينو جنرالانو لخوا په کودتا کې ووژل شو او د هغه حکومت ړنګ شو، درې اونۍ وروسته جان ایف کینیډي د متحده ایالاتو ولسمشر هم ترور شو سیاسي بې ثباتي په جنوبي ویتنام کې رامنځ ته شوه لیندون بي. جانسون  د کینیډي ځای ناستی د فاع وزیر رابرټ مک نامارا وهڅول چې په ویتنام کې د متحده ایالاتو نظامي او اقتصادي ملاتړ زیات کړي. په ۱۹۶۴ م کال کې وروسته له هغه چې دوه امریکايي ویجاړونکي د شمالي ویتنامي جنګي کښتیو لخوا په شمالي خلیج تونکین کې ویجاړې شوې، جانسن په شمالي ویتنام کې د نظامي اهدافو سره د مقابلې لپاره هوايي بریدونو ته امر ورکړ. کانګریس ژر تر ژره د خلیج تونکین کنګره تصویب کړه  تر څو جانسن ته پراخ نظامي تجهیزات برابر کړي او ور يې کړي، داسې پېښ شول چې د امریکا متحده ایالاتو طیارو په ویتنام کې قوي او په لویه کچه هوايي بمبارۍ وکړې د شمالي ویتنام په وړاندې د عملیاتو دغه مجموعه د عملیاتو د تندر نوم ورکړل شو. د ۱۹۶۵ کال مارچ کې جانسن، د امریکا د خلکو په قاطع ملاتړ سره امر ورکړ تر څو د متحده ایالاتو سرتېري د ویتنام جنګ ته واستوي او هلته ځای پر ځای شي. د جون په میاشت کې په ویتنام کې د امریکا متحده ایالاتو ۸۲۰۰۰ ځواکونه ځای پر ځای شوي وو، او د ۱۹۶۵ کال په پای کې پوځي مشرانو په ویتنام کې د ۱۷۵۰۰۰ سرتېرو د زیاتوالي غوښتونکي وو، په متحده ایالاتو کې د متحده ایالاتو د سرتېرو د زیاتوالي او د جنګ ضد حرکتونو د ډیریدو په اړه د ځينو سلاکارانو انديښنو سربیره د جانسن د ۱۹۶۵ کال جولای تر پای پورې د ۱۰۰ زره سرتېرو سمدستي لیږلو او په ۱۹۶۶کال کې د ۱۰۰ زره نورو ځواکونو د لیږلو امر ورکړ د متحده ایالاتو سربیره جنوبي کوریا، تایلینډ، استرالیا او نیوزیلینډ هم د جنوبي ویتنام سره د مبارزې او جګړې لپاره عسکر ولیږل او متحده ایالاتو سره ځای کړي وو.
 
د جنګ پر ضد لاریونونو او اعتراضونو پیل
د ۱۹۶۷ کال نوامبر پورې په ویتنام کې د امریکايي ځواکونو شمېر تقریبآ ۵۰۰ زره کسانو ته رسیدلی وو په دې هېواد کې يې ۱۵ زره سرتېرو څخه زیات ووژل شول او ۱۰۹۰۰۰ امریکايي سرتېرې ټپیان شول لکه څرنګه چې جګړه روانه وه ځینې سرتېري په ویتنام کې د حکومت په شتون او د واشنګټن په تکراري ادعاوو چې جګړه يې ګټلې ده بې باوره شول څومره چې د جګړې کالونه زیات شول د امریکايي سرتېرو په منځ کې فزیکي او رواني تلفات هم زیات شول د مخدره موادو کارول، اختلال فشارونه (سټریس) او همدا ډول پر افسرانو، وسله والو او پوځي بریدونو په شمول پرله پسې ډول زیاتوالی راغی د ۱۹۶۶ کال جولای او د ۱۹۷۳ د دسمبر ترمنځ له ۵۰۳۰۰۰ څخه زیاتو متحده ایالاتو نظامي پرسونل خپلې دندې پریښودې د امریکا او ویتنام دواړو په پوځونو کې د جګړې ضد غورځنګ جوړ شو امریکایان خپلو کورونو کې د جنګ له وحشتناکو عکسونو خوندي نه وو د ۱۹۶۷ کال په اکتوبر کې شاو خوا ۳۵۰۰۰ لاریون کوونکو د پنټاګون مخې ته په ویتنام کې د متحده ایالاتو د نظامي حضور پر وړاندې پراخ لاریون وکړ د جګړې مخالفینو ویل چې د جګړې اصلي قربانیان د متحده ایالاتو دښمن ملګري نه بلکې د ویتنام ملکي وګړي دي امریکا په ویتنام کې د فاسد او جابر دیکتاتور حکومت دفاع کوي.
 
د جنګ ویتنامي کول
په ویتنام کې د امریکا پرله پسې ماتې او ولسمشرۍ ته د نیکسون رسیدو سره سم هغه د جګړې ضد د خلاصون لپاره نوي ګامونه پورته کړل هغه د خاموش اکثریت اصطلاح د امریکایانو لپاره بیان کړه چې باور لري دوی د جګړې ملاتړ کوي مګر غلي پاتې شول په جګړه کې د امریکایانو تلفاتو کمولو لپاره هغه د جګړې ویتنامي کولو پلان اعلان کړ د متحده ایالاتو ځواکونو وتل، د ځمکنۍ جګړې کنټرول لپاره د جنوبي ویتنام ته د هوايي او توپچي بمبارۍ روزنې او د وسلو ورکولو کې زیاتوالی پکې شامل وو. د دې سیاست سربیره نیکسون په پاریس کې د سولې خبرې تعقیب کړې هنري کیسینجر د بهرنیو چارو وزیر د ۱۹۶۸ کال په پسرلي کې اعلان وکړ چې پټې خبرې په لوړه کچه ترسره شوي مګر شمالي ویتنام د متحده ایالاتو په بې قیده او شرط وتلو ټینګار کاوه خو د متحده ایالاتو په ملاتړ د جنرال نګوین وان تیو  د متحده ایالاتو په حمایت تاکید وکړ او په پای کې د خبرو اترو پایله ودرول شوه.
 
د مای لي ډله ییزه وژنه
په جریان دې څو کالونه وروستیو کې د ویتنام جنګ د ډیرو وژنه پایله درلوده یو د وحشتناکو حملو له جملې څخه د ۱۹۶۸ م کال په مارچ کې امریکايي ځواکونو د شمالي ویتنام مای لي په کلي کې ترسره شوه په دې حمله کې له ۴۰۰ ډیرو بې وسلې ملکي وګړي په مای لي کلي کې په ډله ییز ډول ووژل شول د مای لي تر وژنې وروسته د جګړې ضد لاریونونو شدت واخیست په سلګونه لاریونونه د ۱۹۶۸ او ۱۹۶۹ کې په متحده ایالاتو کې ترسره شول د نومبر په ۱۵ د ۱۹۶۹ کال د متحده ایالاتو په تاریخ کې د جګړې ضد تر ټولو لوی لاریون په واشنګټن کې ترسره شو چې له ۲۵۰۰۰۰ څخه ډیرو امریکایانو په سوله ایز توګه له ویتنام څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو ایستلو غوښتنه وکړه د جنګ ضد غورځنګ چې په ځانګړي توګه په پوهنتونونو کې ځواک ترلاسه کړی و امریکایان يې په دوه ډلو ویشلي وو د ځینو ځوانانو لپاره د جنګ د کنټرول بهر ځواک یو ډول سمبول ؤ چې دوی يې قهر او کرکه راپاروله د نورو امریکایانو لپاره د دولت مخالفت د منلو وړ نه و او د خیانت معنی يې لرله، کله چې یو شمېر امریکايي سرتېري له جګړې څخه ووتل او هغه چې پاتې شوي وو ډیر خفه او نا امیده وو دې وضعیت د دوی رواني ستونزې زیاتې کړې او دوی ته لارښوونه کول ډیر سخت شول لسګونه زره سرتېرو له جګړې څخه د وتلو په خاطر سختې سزاګانې ولیدلې او ډیری سرتېري په تېښته کانادا ته د نظامي خدماتو لپاره لاړل د دې ستونزې د حل لپاره نیکسون په ۱۹۷۲ کال کې یوه برنامه وړاندیز کړه چې بشپړ رضاکارانه اردو رامنځته کړي.
 
 
د ویتنام جګړه څنګه پای ته ورسیده؟
د ۱۹۷۳ کال په جنورۍ کې د متحده ایالاتو او شمالي ویتنام ترمنځ د سولې وروستی تړون لاسلیک شو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسیدو ته اړتیا لري د شمالي او جنوبي ویتنام ترمنځ د ۱۹۷۵ کال د اپریل په ۳۰ نېټې پورې د شمالي ویتنام د ځواکونو په بریا سره جګړې تر پای پورې دوام درلود له دوه لسیزو ډیرې جګړې په ویتنام کې خلکو ته لوی تاوانونه واړول له کالونو جګړې وروسته په ویتنام کې شاو خوا ۲ میلیونه انسانان ووژل شول ۳ میلیونه ټپیان او ۱۲ میلیونه بې ځایه شول جګړې د هېواد زیربناوې او اقتصاد ویجاړ کړ په ۱۹۷۶ م کال کې ویتنام د جمهوري سوسیالیستي په نوم ویتنام سره متحد شو که څه هم ځینې وختونه تاوتریخوالي راتلونکو ۱۵ کالونو لپاره دوام درلود ویتنام له ۱۹۸۶ کال راهیسې آزاد بازار سره وتړل شو او اقتصاد يې د تیلو صادراتو ډیریدونکو عایداتو او بهرنۍ پانګوونې سره ښه شوی و د ویتنام او متحده ایالاتو ترمنځ سوداګریزې او ډیپلوماتیکي اړیکې ۱۹۹۰ کالونو کې له سره بیا پیل شوې په متحده ایالاتو کې د ویتنام د جګړې اغیزه خورا اوږده وه وروسته له هغې چې په ۱۹۷۳ کال کې د متحده ایالاتو سرتېري هېواد ته ستانه شول دې هېواد د ۱۲۰ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې د ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۳ کالونو ترمنځ د ویتنام په جنګ کې مصرف کړي هغه لوی لګښتونه چې په ۱۹۷۳ کال کې يې د نفتو نړیوال بحران سره مخ و د شدید انفلاسیون لامل شو له رواني پلوه په متحده ایالاتو کې د جګړې اغیزې خورا ژورې وې دې جګړې د امریکا د نه منلو وړ افسانې په کلکه وغورځولې د جګړې څخه راستنیدونکي ډیری سرتېري د خلکو لخوا د خورا بد چلند شاهد وو، د جګړې مخالفینو دوی ته د بې ګناه خلکو وژونکو په سترګه کتل او هغوی چې د دوی ملاتړي وو دوی د جګړې بایلونکي په سترګه کتل دې کار پر سرتېرو ډیر رواني فشار واچاوه سرتېرو ته جسماني زیان ورسید او په ویتنام کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا کارول شوی زهرجن ګاز پر دوی هم ډير بد عواقب ولرل په ۱۹۹۰ کال کې د ویتنام جنګ قربانیانو ته یادګار په واشنګټن کې پرانیستل شو د ۵۷۹۳۹ امریکايي سړو او ښځو نومونه چې په جګړه کې وژل شوي یا ورک شوي وو په یادګار کې ثبت شوي وروسته په یادګار کې نور نومونه هم اضافه شول چې دا شمېره ۵۸۲۰۰ ته ورسیده.