د پسرلي ښکلا، له ښکلي هوډ سره 

د پسرلي هوا چليږي ګوره ښه موسم دی
که محبت ته دى زړه کيږي ګوره ښه موسم دی

زه او ته دواړه د ځوانۍ نوي درشل ته درومو
نوې سپرلی رانه تيرتيږى ګوره ښه موسم دی

نرګس سینه خپله پرانيستې خوشبويي خپروي
دلاله سترګې نن غړيږي ګوره ښه موسم دی

شين او زرغون ټغر په ځمکه غوړوي پسرلى
غرونه رغونه زرغونيږي ګوره ښه موسم دی

نوى کال ګوره نوې نوې خوشاليانى راوړي
د ژوندانه پاڼه بدليږي ګوره ښه موسم دی

سپینې کوترې له تا ځار شم په تلوار را درومه
افغانان تاته هوسيږي ګوره ښه موسم دی

ډیر پسرلي مو سپري کړل ډیر کلونه تیرشول
عمر زمونږه نور کميږي ګوره ښه موسم دی

سهار وختي باد نسیم سره ملګرې راشه
عادل له تا ځنې بیلیږي ګوره ښه موسم دی