د ولسي جرګې غړو غوښتنه ومنل شوه د ښوونکو،اجیرانو، او ټیټ رتبه مامورینو معاش ۲۰۰۰ افغانۍ اضافه کیږي

روهي ( څلور نۍ/ ۲۹ د سلواغې )، د ولسي جرګې د مالي او بودجې رییس وایي، له مالیې وزارت سره تر خبرو اترو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې د ښوونکو، اجیرانو او ټیټ رتبه مامورینو په معاشاتو کې به دوه زره افغانۍ د راتلونکي کال د وري(حمل) میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته اضافه کېږي.
 

د ولسي جرګې د مالي او بودجې رییس میر افغان صافي نن د مالیې وزارت له استازو سره په ناسته کې وویل، چې دواړه لورې دې پایلې ته رسېدلي چې د ښوونکو اجیرنو او ټیټ رتبه مامورینو د معاشاتو د زیاتوالي لپاره به په بودجه کې لس میلیارده افغانۍ زیاتېږي چې ۵ میلیارده به یې د کال په منځ کې او پنځه به یې له هغه وروسته اضافه کېږي.
 
تر دې وړاندې ولسي جرګې ویلي و، ترڅو چې د ښوونکو، اجیرانو، سرتېرو او ټیټ رتبه مامورینو معاشات لوړ نه شي دوی به بودجه تصویب نه کړي.