ولایت مقام: د ننګرهار په شیرزادو او خصارک ولسوالیو کې ۱۸۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

روهي ( څلور نۍ/ ۲۹ د سلواغې )، د ننګرهار مطبوعاتي دفتر مسولین وایي په شیرزادو او حصارک ولسوالیو کې د تېرو ۱۴ ورځو  په موده کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۱۴۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي،۴۴ ټپیان دي.
 
 بیان کې راغلي د سل کړیو څخه زیات ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
 
د ولایتي مسولینو په خبره همدا راز د شیرزادو د ګندمک ، قاضیانو کلي ، پنکزي ، صواتیانو کلی او د طوطو سیمې د ترهګرو له شتون څخه پاکې شوي.
 
تر اوسه وسله والو طالبانو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه دغې ډلې څه نه دي ویلي.