پر خلکو د اسماعيل خان غږ: راپورته شئ؛ د تېر په څېر قيام وکړئ 



روهي (درې نۍ/۲۸ د سلواغې)، پخواني جهادي قومندان او د روغې - جوړې عالي شورا اوسني غړي محمد اشماعيل خان هرات کې پر يوې رسنيزې ناستې کې پر خلکو غږ کړی دی چې  د تېر په څېر دې بيا راپورته او قيام دې وکړي. 

نوموړي چې تېره ورځ يې د سلواغې ۲۶مې يا له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتل په يوې ناستې کې خبرې کولې ويلي دي چې اوسنی وضعيت د زغم وړ نه دی او خلک بايد هغه ډول قيام وکړي څه ډول يې چې د شورويانو پر وړاندې کړی وو. 

اسماعيل خان طالب جنګيالو ته هم ويلي دي چې له جګړې دې لاس واخلي ګني د خپلو مشرانو په ډول به ووژل شي. 

دغه جهادي قومندان پر حکومت هم غږ کړی دی چې وضعيت کړکېچن شوی دی او حکومت  دې له سياسيونو سره پر اجماعې له دې وضعيته پر وتلو کار وکړي. 
 


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ