امرخیل: جلال اباد کې د داعش ډلې ځانمرګي په ګډون ۷ کلیدي کسان وژل شوي

روهي ( دوه نۍ/ ۲۷ د سلواغې )،د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د چارواکو په وینا د داعش ډلې د ځانمرګي  په ګډون ۷  کلیدي کسان وژل شوي دي.
 
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل وايي چې دغه کسان تېره شپه د ښار د اوومې حوزې په غوچکو سیمه کې د عملیاتو پر مهال د ملي امنیت ځواکونو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

امرخیل زیاوي چې امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته له همدې سیمې د ځانمرګو بریدونو ۴ واسکټونه، یو راکټ او درې کلاشنیکوفونه ترلاسه کړي دي.

د ضیا الحق امرخیل په خبره ، دغو وسله‌والو هڅه کوله چې له ملکي کسانو د سپر په توګه کار واخلي، خو عملیات کوونکو ځواکونو هڅه کړي ، چې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه داعش وسله‌والې ډلې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.