د سنګاپور د پرمختګ بنسټیز او مهم لاملونه او د افغانستان لپاره یې درسونه - دويمه برخه

سریزه
په تېره لرمړۍ برخه کې مو د سنګاپور دپرمختګ په ځینو بنسټیز لاملونو د هغه هېواد د وتلي وزیر او د صدراعظم د پخواني مرستیال ښاغلي ترمن د مرکې په بنا بحث وکړ. په دې دوهمه برخه کې به د سنګاپور د پرمختګ درسونو په هکله بحث وکړو. هغه درسونو چې چین، اندونیزیا، مالیزیا او یو شمېر افریقايي هېوادونو ورنه زده کړې کړې دي او هم افغانستان ته کوم درسونه لري. 
 
د افغانستان او سنګاپوره د شرایطو او سوچونو یوه پرتله
ولې سنګاپور د افغانستان لپاره د زده کړې لپاره مثال وګرزو؟ ساده ځواب دادی چې سنګاپور له داسې کمزوري حالته راپورته شوی، چې نه یې سرچینې لرلې او نه یې د یوه ملت کېدو تمه لرله، شاوخوا قدرتونو یې هم نه پرېښوده چې په خپلو پښو ودرېږي، د داخلي قومي جوړښت او د چینايي، ملايي او تامیل نژادونو څخه جوړ او ګډ تاریخ او کلتور یې نه درلود، د سیمې سترو قدرتونو لکه چین، مالیزیا، اندونیزیا او نورو یې قومي اختلافاتو او کمزورتیا ګټه اخیستله، جیوپولیتیک او جیوستراتېژیک موقعیت یې چې له همدې کبله انګریزانو سنګاپور د تجارتی او نظامی لارو د کنترول مهم مرکز ګرزولی و او نورو سیمه ایزو او اسیايي قدرتونو هم په همدې سترګه ورته کتل او دلته د افغانستان په څېر د سترو قدرتونو تر منځ په یو څه توپیر سترې لوبې روانې وې. 
 
نو په کومو لارو چې په ستونزو کې راګیر او تر خپلو سترو سیمه ګاونډیانو خورا کمزوري سنګاپور ځان په سیمه کې د قوت په مرکز بدل کړ، د افغانستان د پالیسي جوړونکو لپاره له درسونو خالي موضوع نه ده.
 
د افغانستان کانټېکسټ او شرایط به له سنګاپور سره څه توپیرونه لري خو ځینې شرایط او پېښې زموږ له هېواد او زیاتو نورو ملکونو سره زیات ورته والی هم لري. نو ځکه په نړۍ کې د سنګاپور تجربه د زیاتو هېوادونو لکه نایجیریا، نورو افریقايي هېوادونو، مالیزیا، اندونیزیا او په ځانګړې توګه د چین کارپوهانو د زده کړې وړ بللې، زیات کتابونه او څېړنیزې لیکنې ورباندې شوې، په زیاتو سیمینارونو او کنفرانسونو او ګردیو میزونو کې ورباندې خبرې شوې، او زیاتونو هېوادونو ورنه زده کړې کړې دي.
 
خو باید ووایو چې ځینو ملتونو ته به د سنګاپور ټولې کارنامې د زده کړې وي، لکه د چین لپاره یې د انکشاف مودل مهم و، کیدی شي چین به د ژوندي پاته کېدو لپاره د سنګاپور تجربې ته اړتیا نه لرله، خو دا هم سمه ده چې د یوه هېواد داخلي، اقتصادي، امنیتي او سیمه ایزه او نړیوالې پالیسۍ له یو بله نه شي بېلېدی. زما په اند د افغانستان لپاره د سنګاپور هره تجربه د زده کړې لپاره ډېر څه لري او کېدی شي موږ د خپلو شرایطو سره سم ورنه زیاته ګټه واخیستلی شو. په لاندې کې به زه یو څو مهمو مسئلو ته اشاره وکړم چې زموږ لپاره مهمې دي.
 
زموږ نخبه ګان باید مشري د سنګاپور له مشرانو زده کړي
د نړۍ زیاتو لیکوالانو د سنګاپور د حیرانوونکي پرمختګ یو تر ټولو مهم لامل د هغه هېواد یو څو مهم مشران بللي. دوی که څه هم هر یو نړیوال شهرت لرونکی رهبر، مدیر، ستراتېژیست او مبارز و خو هېڅکله یې کومه ځاني اجندا نه لرله او یوازې یوې ملي اجندا ته چې ګډ لرلید و ژمن پاته شول، تل یې یو په بل مثبته اغیزه کوله، دوی ټولیزه (جمعي ) رهبري لرله، کیش شخصیت، انانیت او تنګې سینې نه لرلې. لکه د سترو شخصیتونو یو تر ټولو مه خاصیت دا وي چې دوی تواضع لري، په خپلو نظریاتو شک کوي، د خپلو ملګرو خبرو ته غوږ نیسي.
 
دلته د سنګاپور د بنسټګر او لمړي صدر اعظم « لي کوان یو» چې نړیوال کارپوهان یې د هغه ملک بنسټګر او معمار بولي، خبرې د خپل هېواد یوه ملي اتل او خپل ملګري او د ده په کابینه کې په مختلفو وختونو کې د دفاع، ښوونې او روزنې، او ملي صنایعو، مالیې د وزارتونو مسؤل « ډاکټر کوه کېنګ سوي» ته د هغه د تقاعد په غونډه او مراسمو کې وویل:
« تا د سنګاپور وسلوال قوتونه په یوه رښتیني او هېوادپال نهاد بدل کړل، په خپلو درنو او سپکو وسلو لکه هر راز مرمیو، توغندیو، اوبتلونو او ټانکونو د مسلح کړل، تا زموږ هغه معارف چې تر نیمایي زیاتو زده کوونکو یې په نیمایي کې درس پرېښوده، او د بېسوادانو لیکې یې زیاتولې داسې ورغاوه چې اوس زموږ زده کوونکي هم له خپل هېواد او ملي یووالي سره مینه لري او هم په نړۍ کې په لمړي کتار کې دي، تا زموږ صنایع په سیمه او نړۍ کې د سیالانو سرلاري کړل، تا زموږ هوایي کرښه، الوتکې او نړیوال شهرت لرونکی هوایي ډګر له سیالانو مخکې کړل، تا خپل ټول ژوند او ځواني د سنګاپور رښتیني استقلال ته وقف کړل او هېڅ شخصي اجندا د نه لرله، خو زما په نظر تر ټولو مهم کار د داوو چې کله به زه له سمې لارې کږېدم او تېروتنه به مې کوله، ته به مې غر غوندې مخې ته درېدلې او لارې ته به د راوستم، نو ته د دې او زیاتو نورو خدمتونو له کبله ته په یقین سره د سنګاپور یو رښتینی خدمتګار او ملي اتل یې.»
 
نو داسې مشرتوب او ملګرتیا باید زموږ د مشرۍ غوښتونکو ته باید یوه نمونه وي. افغانستان زر تر زر باید یوه غوره کادري پالیسي جوړه کړي، چې بنسټ یې وړتیا (Meritocracy)، ملي او دیني ارزښتونو ته ژمنتیا او غوره کرکتر وي، افغانستان د عامه پالیسۍ جوړولو یو دولتي انستیتوت رامنځته کړي، تر څو د عامه او دولتی پالیسیو په جوړولو، ارزولو او پلي کولو کې کارپوهان وروزي. دولتي زعامت باید مهم ملي شخصیتونه زغمی، قانوني مهمو نوښتونو او پرېکړو ته یې باید درناوی ولري. همدارنګه، زموږ راپورته کېدونکي کادرونه هم باید زر وزر ونه کړي، په ځاني اجندا کې زر ورک نه شي او په ځای یې په ټیم کې کار وکړي.
 
په ملت کې هم باید دا سیاسي شعور راپیدا شي چې دوی د یوه ځانګړي شخص په ځای یوه هغه ټیم ته چې له رښتینو او ژمنو یو موټی رهبرانو جوړ وي، مدونې پالیسۍ ولري او د پلي کېدو توان یې ولری، رایه ورکړي. ځکه هېڅ څوک یوازې سترو ستونزو ته اوږه نه شي ورکولی. زموږ تعلیمي ادارې او ښوونیز نظام باید داسې ورغول شي او وده ورکړل شي چې د رهبرۍ وړ غوره استعدادونو په پېژندلو، روزلو او وده کې ستره ونډه ولري، زموږ د ګوندونو مشران باید د قانون په بنسټ اړ کړل شي، چې د نورو ګوندي قوانینو تر څنګ باید مدونې پالیسۍ او ګوندې ټاکنې ولري، ګوندونه باید د همدې قانون په بنسټ ټول شموله وي او له یوه قوم څخه جوړ نه وي، سیاسي ګوندونه باید دقانون په اساس، د خپلویو پاللو او میراثي رهبرۍ په ځای وړتیا لرونکو کادرونو ته لاره پرانیزي. 
 
د سنګاپور غوندې د یوه ملي لرلید رامنځته کول
لکه چې سنګاپور تر استقلال وروسته ځانته یو لرلید وټاکه او هغه دا و چې: « سنګاپور یو خپلواک او په ځان بسیا هېواد وی. » سنګاپور دا لرلید عام کړ، د خپل ملک تر هر انسان یې ورساوه، د هغه په فلسفه او غوښتنو یې خلک خبر کړل او خپل خلک یې په دې ارمان راټول راټول کړل. دا پورته ارمان او لیدلوری یې هر چاته ته په ژبه، مقاله، کیسه، رومان، انځور، مجسمه، ترانه، نمایشنامه او نورو وسیلو سره په خورا هنري انداز کې انځور او ورساوه، تر څو یې په شخصیت کې واخښل شي او په کلتور یې بدل شي. همدارنګه، د تعلیمي نظام په کوریکولم کې یې ځای کړ، تر څو یې په روح او روان اغیزه وکړي. دې ستر مرام ته اوس هم مدام کار کوي، ځکه دوی غواړي چې اوسنی حالت یې نه یوازې دوام وکړي بلکه لا نور پرمختګ وکړي، د دې ارمان د تحقق لپاره تازه له نویو شرایطو سره سمې نوې پالیسۍ او ستراتېژۍ جوړې او پلې کوي یې او ورباندې پانګونې کوي، نو وطندوستي، د خپلو دیني او ملي ارزښتونو سره مینه د دوی په رګ رګ او وینه کې ځای نیسي. څېړونکي وايي: په ملک کې یو ګډ او ملي لرلید مهم وي، خو په هغو ملکونو کې چې د دموګرافي او جغرافیايي ستونزو سره مخ وي خورا مهم وي.
 

د سنګاپور خلک د انشټاین په دې خبره تل عمل کوي،« هېڅ ستونزه له هغې فکري کچې څخه چې رامنځته شوې وي، نه شي حل کېدی.» نو دوی لمړی هغه فکرونه په ګوته کوي چې ستونزې یې ورته زېږولې او بیا ورته د نوي تفکر په مرسته حل لارې مومي. موږ ګورو چې په کړکېچ کې د راګیرو ملتونو، ټولنو او سازمانونو یوه ستره ستونزه دا وي چې نه یو ګډ ارمان او لرلید لري او نه یې رامنځته کولی شي. د مشترک لیدلوري معنی داده چې داسې توان ومومي چې د هغه راتلونکي یو ګډ تصویر رامنځته کړي چې ټول یې غواړي.
نو که داسې وي، باید د افغانستان لوستي او هغه کسان چې ځان مسؤل احساسوی، د ورته یوه ارمان او لرلید لپاره کار وکړي، له چارواکو وغواړو، دا په یوه ملي وجیبه واړوو چې څنګه او د کوم لرلید په مرسته موږ په دې ستراتېژیکه سیمه کې د یو ملت په توګه ژوندي پاته کېدی شو. که موږ داسې یو مرام او ارمان له خپلو شرایطو سره سم ځانته وټاکه، دا مو یوازې د یوه کس دنده ونه بلله، تر هر نر او ښځې، واړه او زاړه مو ورساوه، په کلتور کې مو د ننه کړ، د کوم مشر او سیاستوال شعار نه بلکه د ټولو خلکو زړونو ته یې لاره وموندله موږ به د پردو په وړاندې یو وسپنیز ملت شو او د شریرو ګاوڼديانو له شره به خلاص شو، خو دا زیات کار او کلک عزم غواړي.
 
ګورو چې اوس زموږ د ملت په پیسو پړسېدلي چې کله لږ په څه خوابدي شي، نو زر ۱۸۰ درجې لوری بدل کړي، او د هېواد په بنیاد پسې کلند راواخلي، نو که یې خپله ګناه ده، خو زموږ ټولو افغانانو او په تیره زموږ د مشرانو تاریخي کمښت او ګناه هم ده. دا ځکه چې موږ وطندوستي او په ځان، خپل خدای او خلکو تکیه کول او د هېواد رښتینې سیاسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکي د یوه سپېڅلي ارمان په توګه په خپل کلتور، تعلیمي نظام، پالیسیو، او خپل ژوند کې نه دي اخښلې. که موږ داسې یو کلتور رامنځته کړی وی، زموږ د ملت په دې کسانو به یې هم یو څه اغیزه کړې وی، که دوی بې همته هم شوی وی، څوک به نه ورپسې تلی، که له خدایه نه شرمېدی له مخلوقه به یې حیا کړې وی.
 
د سنګاپور غوندې د ماضي په ځای په اوس کې به واقعیتونو سره ژوند کول
موږ کله وایو چې زمریان یو، کله په پنځه زره کلن تاریخ نازیږو او کله وایو افغانستان د زبرځواکونو هدیره ده او کله هم بل څه وایو. له بلې خوا زما په یاد دي چې پخوا به زموږ کوم کس خوابدی شو، ویل به یې خدایه د روس یې کړې، بیا چې داخلي جنګونه شول، ملګري ملتونه مو غوښتل، کله چې نړیوال په ۲۰۰۲ کال راغلل د پورته باټو تر څنګ باد راوړو پیسو هم یوه کاذبه هیله په خلکو کې راپیدا کړه، چې نن وي که سبا افغانستان به د اسیا په سویس بدلېږي، خو حقیفت دادی چې د نړیوالو په مرستو که سمې ونه کارول شي، نه یوازې پرمختیا نه راولي بلکه هغه ملت لانور په ځان وابسته کوي او په اوږدمهال کې یې له پښو غورځوي. لامل یې دا و چې بهرنیانو پیسې د سیاسي اغراضو لپاره کارولې، جنګسارانو ته یې د رام کولو لپاره ورکولې، هغه یې لانور وپړسول او د هېواد لپاره یې اوږدمهاله سرخوږي وزېږول.
 
افغانستان ته په نړیوالو پلازمینو کې، په نړیوالو موسسو له په ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، اسیاي پراختیايي، د پیسو نړیوال صندوق او نورو کې د څو نورو ملکونو لکه سومالیا، مالي، کانګو، جنوبي سودان او نورو په ګډون ماتېدونکی هېواد وايي. هو! دا یو تریخ حقیقت دی چې موږ اوس د ځان اداره نه شو، کولی، خپلو خلکو ته وچه ډوډۍ نه شو رسولی، د ملي ګټو په ځان په خپلو ګټو مین خلک زموږ د ملک برخلیک ټاکي، له همدې کبله دادی چې موږ هغه خپل تاریخی ویاړونه نه یوازې پخپله ګټه نه دي کارولي بلکه د غفلت لاملونه یې راته جوړ کړي او په ماضي کې یې ساتلي یو. لکه چې شاعر وايي: چې پخپله مېړه نه یم په دنیا کې – نو به فخر په بابا کوم تر کومه. نو که سنګاپور تاریخ او تاریخي ویاړونه نه لرل، نو اړ شول له سره خپل تاریخ ولیکي، خو موږ له خپل تاریخه ګټه وانه خیسته بلکه غافله یې کړو.
 
ماضي مو چې هر څه وه خو که اوس ځانته بازي ورنکړو، اوس هغه افغاني غرور، سپېڅلې عقیده، له هېواد سره مینه او نور ښه ارزښتونه مو چې لرل، خورا زیات پېکه شوي دي، اوس د پردو په دروازو کې زموږ هغه کسان نه شرمېږي چې ځانونه د ملت رهبران بولي. په خواشینۍ سره زموږ د هېواد په کادرونو کې داسې ملي څېرې نه تر سترګو کېږي، چې د زعامت وړتیا ولري، موږ په هغو کسانو کې چې زیات درسونه یې هم ویلي، د سیاست تجربه هم لري، داسې څوک نشته چې د ملک اوسنی حالت خلکو ته سم تشریح، یو ملي ارمان او لیدلوري رامنځته او پرګنې ورباندې  راټولې کړي. زموږ زیات هغه تش په نامه روڼ اندي چې ورنه تمه کېده، اوس د ځاني ګټو لپاره په سیمه ایزو سیالیو کې راګیر دي او ملي سیاست ورنه پاته دی.
 
 اوس دا حقیقت دی چې هغه شریر قوتونه چې زموږ نیکونو ورته انسانیت ښودلی، موږ ورباندې حکومت کړی اوس ځانونه زموږ برخلیک ټاکونکی بولي. خو له هغو ګیله د ساده ګانو کار دی، دا د نړۍ دستور دی، چې حریف ته څوک د سر پورته کولو موکه نه ورکوي. لکه شهید داود خان چاته ویلي و که خودکفا نه شو هېڅ څوک به موږ ته درناوی ونه کړي. دا به ساده توب وي چې نور ملکونه به زما او ستا د عسکر او نرس پیسې ورکوي، خو موږ ته به په درنه سترګه ګوري، دوی به زموږ راتلونکی ټاکي او موږ ته به د یوه خپلواک ملت په توګه وګوري، نور به موږ سره جنګوي او موږ ته به نړیوال د سالمو انسانانو په توګه وګوري، که څوک دا فکر کوي، د بصیرت سترګې یې ړندې دي، تر هغو بېعقلان به په نړۍ کې نه وي. 
 
موږ ته په کار ده د سنګاپور د مشرانو له دې خبرو زده کړه وکړو چې وايي: تر استقلال وروسته موږ تاریخ، زوړ فرهنګ، طبیعي زیرمې او پراخه ځمکې او کرنه نه لرل او یو وړوکی هېواد و، د سیمې قدرتونو له موږ غوښتل چې د دوی پالیسۍ تعقیب کړو، هره لحظه د دې امکان و چې موږ لاندې کړي، خلک مو بې اتفاقه او په نژادي لحاظ ویشلي و، موږ زیاتې ژبې او دینونه لرل او د یوه واحد ملت په توګه د پاته کېدو تمه مو لږ وه، لکه د سنګاپور یو وتلی سیاستوال ترمن چې د هغه ملک د صدراعظم مرستیال هم و ویلي و چې، زموږ بنسټګر رهبران سره کېناستل او د حالاتو تر ارزونې وروسته یې خپلو خلکو ته حقیقت، ننګونې او تهدیدونه په ډاګه کړل، په روښانه ټکو یې ورته تشریح کړل، خو په کلک هوډ او غوره پلانونو او ګډ کار یې خپل هېواد له هغه ماتیدونکي حالت څخه را وایسته. دوی وویل چې موږ هم انسانان یو، هغه څه باید وکړو چې نورو هېڅکله نه وي کړي، دومره زیات یوموټی او متحد شو چې د بل چا د لاس وهنو تمه له موږه ختمه شي، زموږ تنوع باید زموږ کمزورتیا نه بلکه باید زموږ قوت وي، دا خبره په شعار کې نه بلکه په عمل کې موږ باید نړیوالو ته وښیو.
 
ترمن وايي: « زموږ رهبرانو له ملت سره وعده وکړه چې درغلۍ او فساد څخه به پاک وي او کلک ورباندې ودرېدل. موږ که څه هم یو وخت د انګلستان مستعمره پاته و، مشرانو مو هلته درسونه ویلي و، موږ د ازاد بازار پالیسي منلې وه، خو زموږ رهبرانو ویل چې موږ به د خپلو شرایطو او فرهنګ سره سم پالیسۍ او نظام جوړوو، دوی خپل نظام داسې عیار کړ چې تر وسې وسې له ټولې نړۍ سره تړاو ولري، ټول د یو علمي، تکنالوژیکي او ساینسي مرکز په توګه ورته وګوري، زموږ رهبرانو ویلي وو: موږ باید خپلو خلکو ته دا په عمل کې وښيو چې دوی ته کار کوو، ژوند یې ښه کوو، د دوی او خپلو اولادونو لپاره هم خپله خولې تویوو او هم له دوی دا تمه لرو چې لاس راکړي.»
 
همدارنګه، د سنګاپور يو بل مشر ویلی: « موږ به د خپلو خلکو د سیاسي شعور په لوړولو باندې پانګونه کوو، د هغوی د انسانی حقونو درناوی به یې کوو خو باید بې خولواښي ( لجام ګسیخته ) هغې بېوخته دموکراسۍ ته ځان تسلیم نه کړو چې په شرقي ملکونو کې به د پلي کېدو وړ نه وي، موږ به د کومې سیاسي ایدیولوژۍ په ځای له پراګمتیزم، عملګرایۍ او عقلانیت څخه کار اخلو، ګورو به چې زموږ به شرایطو کې کومه پالیسي کار ورکوي او کومه ناکامه ده او په دې کې به موږ د هېڅ کوم خارجی ملک که هغه، اسیايي، اروپايي او یا امریکايي وي، تر اغیزې لاندې نه راځو.»
 
دوی له خپلو خلکو سره وعده وکړه چې د نهادونو په جوړولو کې به نه ستړې کېدونکي اوسي، دوی لکه وعده یې چې کړې وه، په سنګاپور کې خپلو خلکو ته د دریو څېزونو په برابرولو کې د نړیوالو په سر کې ځای لری، او هغه: د غوره تعلیمي نظام برابرول، د لوړ کیفیت لرونکي روغتیايي سیستم رامنځته کول -- چې بشري پانګه یې زیاته کړي تر څو د هر راز پرمختګ بنسټ شي او هم په نړۍ کې په اقتصاد، تجارت او تکنالوژۍ کې سیالي وکړی شي، او دریم به خپلو خلکو ته مساوي فرصتونه برابروي، تر څو هېڅ څوک هم د محرومیت احساس ونه کړي او د خپل توان، هڅو او خولو تویولو په مرسته سوکاله ژوند ولري.
 
ملت ته د ننګونو، تیروتنو او تهدیدونو په هکله رشتیا ویل
زموږ په کلتور کې دا تشه شته چې ننګونې، تیروتنې او تهدیدونه له خلکو پټوو، سړی پوهېدی شي چې دا زموږ کلتوري خبره ده چې کرزي صاحب به وېل موږ شیران یو، اشرف غنی صاحب زیات وختونه وايي: موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو، تر ځمکې لاندې خزانې لرو او سویلې او منځنۍ اسیا سره نښلوو، خو دوی خلکو ته کله هم ونه ویل چې وروره داسې ستونزې هم لرو که یې غمه ونه خورو خدای مه کړه له پښو مو غورځوي.
 
ما څو کاله مخکې د وزارتونو دهمغږۍ په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان اوس په ناکام حالت کې دی، راباندې نیوکه وشوه، ما ورته وویل چې زه چاته ګوته نه نیسم او دا د وروستۍ نیمايي پېړۍ ناخوالو لاملونه دي او دا ناکام حالت نه دی نو څه دی، چې موږ ځان نه شو اداره کولی، خپلو خلکو ته ډوډۍ نه شو رسولی، نور زموږ لپاره د خپلو ملکونو پالیسۍ راوړي، ګاوڼدیان راته په کمین کې دي، د نړۍ ټول سازمانونه موږ د ماتېدونکي دولت (Fragile States) لرونکي بولي. خو حقیقت دادی چې کله خو شته تهدیدونه، د نورو ناکردې او خپلې تیروتنې ملي اتلان زیږوي. تاریخ پوهان او د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي چې پوتین ته په روسیه کې د ملي ذعیم په توګه د رامنځته کېدو شرایط غربیانو او د هغه وخت د روسیې شرایطو رامنځته کړل. روسانو چې د شوروي عزمت یې بایللی و، زیات توهین شول، په خوځښت راغلل او بیا یې سر راپورته کړ.
 
له بلې خوا بیغمي او زیات ډاډ بیا ستر قدرتونه له اوږده خوب سره مخ کولی شي. لکه یو نړیوال شنونکي ( محبوباني) او نورو څېړونکو په خبره کله چې شوروي ماته وخوړه، سوړ جنګ ختم شو، غرب د نوي نړیوال نظم شعال پورته کړ، تصور یې وکړ چې د تل لپاره یې په نړۍ کې د زبرځواک مقام تر لاسه کړی، نو نور باید د دوی امر او نهی ته غاړه کېږدي. دې تصور د سنګاپور د لي کوان یو د پالیسۍ د انستیتوت د پخواني رئیس، د نړیوالو اړیکو شنونکي او د « آیا غرب لوبه وبایلله» په نامه او نورو ګڼو نړیوالو اړیکو کتابونو وتلي لیکوال « کیشور محبوباني » او زیات شمېر نورو غربي تحلیلګرانو لکه  « کریس هېج »، « نومان چومسکي » او نورو په اند غرب د غفلت په اوږده خوب ویده کړ، له نوښتونو پاته شو، له نورو ملتونو سره یې بد چال چلند راواخیست، خپل پخواني زیات ارزښتونه یې هیر کړل، چې د دوی په قول د ټرمپ غوندې یو انسان ته یې لاره اواره کړه. دوی وايي ټرمپ اصلي ستونزه نه ده بلکه د ستونزه نښه ده، د امریکا ستونزې خورا ژورې دي.
 
د دې موږ په خپله سیمه کې هم زیات مثالونه لیدلی شو. د ایران سیمه ایزې هېژمونۍ او د فارس د امپراتورۍ د بیا راژوندي کولو خیالونو، د نورو په چارو کې لاس وهلو، په دې خیال چې په سیمه کې ګویا د ایرانی تمدن ساحه تر ګروت لاندې راولي، د افغانستان په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې داسې ګوډاګیان وروزل چې خپل ملي افتخارات د دوی تر ګټو قربانوي، هېڅ شرمېږي نه او نورو لاس وهنو دادي ځینې عربي او د خلیج هېوادونه اړ کړل چې د عالم اسلام ابدي دښمن صهیونیستی رژیم ته د یارانې لاس ورکړي.
 
نو زموږ مشرانو ته په کار ده چې د هېواد د ستونزو په هکله خلکو ته د رښتیا ویلو تر څنګ په مشارکتي توګه د یوه ملي لرلید په رامنځته کولو، د ملي اقتدار، اسلامي او افغاني تشخص، په دې ستراتېژيکه سیمه کې د یوه مهذب او یو موټي ملت په توګه د ژوندي پاته کېدو لپاره په مختلفو ملي ساحو او سکتورونو کې پالیسۍ او ستراتېژۍ په علمي او معاصرو لارو جوړې او پلې کړي.   
 
په اقتصاد، سیاست او حکومتولۍ کې د سنګاپور درسونه
لکه سنګاپور چې له هر ملکه د زده کړې هڅې کولې، خو درسونو یې د خپلو شرایطو سره سم کارول. نو که موږ هم له نړیوالو او دسنګاپور غوندې ملکونو له درسونو زده کړې وکړو، خو خپل ارزښتونه نه یوازې هېر نه کړو بلکه ورته لازیاته پراختیا ورکړو، په خپلو ملي بنسټونو (نهادونو) تلپاتې او نه شلېدونکې پانګونه وکړو، بهرنۍ پالیسۍ مو داسې جوړې کړو چې پوخ داخلي بنسټ ولري او خپل ستراتیژيک موقعیت او دموګرافیکي جوړښت مو هېر نه کړو، خپل قومي جوړښت د نفاق لامل نه کړو او نه یې کمزورتیا وبولو بلکه قوت یې وګڼو. دا هغه څه دي چې باید افغانان ورته ښه ځیر شي، ورباندې تمرکز وکړي او په ملي هوډ یې د خپلو ملي ستراتېژیو په مرکز کې ولري، د زمانې په تېرېدو سره به شریرو ګاونډیانو او نورو ښکېلاکګرو قوتونو له منګولو خلاص شو او رښتینې خپلواکي به ولرو.
 
د سنګاپور مشرانو داسې کادري پالیسي جوړه کړه چې په هېواد کې یې په تر ټولو غوره رښتینو وړتیا لرونکو کادرونو پسې تلپاتې لټون کاوه، هلته لوړو پوستونو ته ګومارنې یوازې د وړتیا (meritocracy) په بنا وې، د سنګاپور بنسټګر او لمړی صدر اعظم، لي کوان یو وايي: « دوی به چې ښه ډاډه شول چې یو کادر زیاتې مسلکي، تخنیکي وړتیاوې او مهارتونه لري، بیا یې د کرکټر او شخصیت له زاویې هم تر مطالعې لاندې نیوه، یا په بل عبارت دوی د استعداد، زده کړو، تجربو، ملک ته د وفادارۍ او نورو تر څنګ لوړو پوستونو ته د کاندید  کرکتر ته او رښتینولۍ ته هم زیات اهمیت ورکاوه. خو کله به چې په چا باور وشو، بیا به یې پوره صلاحیت ورکاوه او موکه به یې ورکوله چې خپل ځان ثابت کړي.»
 
که څه هم باید ومنو چې زموږ په هېواد کې هم اوس اوس ټیټ رتبه پوستونو ته ځینې ګومارنې اوس د رڼو ازموینو له لارې کېږي، چې په سم لوري یو ګام بلل کېدی شي. خو په خواشینۍ سره په لوړو پسټونو کې په افغانستان کې دې خبرو ته ډېر کم پام کېږي، تر تولو مهمه او دردوونکې ستونزه داده چې موږ کومه مدونه کادري پالیسي نه لرو او که یې لرو، چاته معلومه نه ده او عمل نه ورباندې کېږي، دا زیات شکونه رامنځته کوي، په نظام د خلکو باور کموي او نه پوهېږي چې دا ولې، د څه لپاره کېږي او څوک په کې لاس لري. 
 
د نهادونو په جوړولو کې له سنګاپوره زده کړه
بنسټونه (نهادونه) د بازۍ قوانین دي. بنسټونه رسمي جوړښتونه دي کوم چې ټاکي سیاست او اقتصاد څنګه کار کوي. معمول مثالونه یې اساسي قوانین، حقوقي سیستمونه، د قانون جوړولو ارګانونه، سیاسي ګوندونه، او نور دي. بنسټونه سنجول شوي جوړښتونه دي، د ټولنې اساسي اړتیاوې پوره کوي، عادتونه او کړنې یې کنترولوی. پوهان وایي: بنسټونه ټولنې له پاشل کېدو ژغوري، خو که داسې څه او یا څوک وي چې بنسټونه له شرېدلو وساتي. د بنسټیز (نهادینه ) کیدو معیار دادی چې په هره کچه یو ارزښت بنسټیز شي په همغه کچه خلک ورڅخه ننګه کوي، که څوک یې ورنه اخلي او یا تاوان وراړوي نو خلک ورسره مقابله کوي.
 
په افغانستان کې په دې دوه لسیزو کې که څه هم زیاتې پیسې راغلې، خو د نهادونو په رغونه او ټینګښت باندې هېڅ پانګونه ونه شوه، ماته یوازې خورا لږ په نظر راځي، لکه د صنایعو، ستراتيژيکو مطالعاتو، دېپلوماسي، عامه پالیسیو جوړولو، د فقر د تحلیل، د مدیریت د علم په هکله تر اوسه افغانستان کومه فاکولته نه لري پوهنتون خو پرېږده، او نورو کې هېڅ کوم پرمختګ نه دی شوی. بلکه مهمه ستونزه داده چې د نهادونو، مفهوم، اهمیت او د هېواد په پرمختګ کې یې د ونډې په هکله ډېره کمه پوهه شتون لري.
 
اوس ګورو چې په سنګاپور کې دولت د یوه وزیر ( ډاکټر کوه) په مرسته کوم دولتي عامه بنسټونه رامنځته او کمال ته رسولي دي چې د هغه له لرلید څخه نمایندګي کوي: (۱) د اقتصادي انکشاف بورد (۱۹۶۱)؛ د سنګاپور ولسوال قوتونه (۱۹۶۵-۶۷)؛ د سنګاپور صنایعو نهاد ( ۱۹۶۷، تر ۱۹۹۷ کال وروسته د سنګاپور د تکنالوژۍ انجنیري)؛ د جورنګ کارپورشن (۱۹۶۸) چې د سترو صنایعو کمپلیکس و؛ د جنوب شرقی اسیا د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز تاسیس (۱۹۶۸)؛ د سنګاپور پراختیايي بانک (۱۹۶۸)؛ د سنګاپور د پیسو اداره (۱۹۷۰)؛ د جورنګ د مرغانو ملي پارک (۱۹۷۱)؛ د الکترونیکس د ارزونو مرکز (۱۹۷۲؛ تر ۱۹۷۷ وروسته د نظامي علومو سازمان)؛ د سنګاپور ژوبڼ (۱۹۷۳)؛ تیماسک هولډینګ، یا د پانګونې کمپنۍ (۱۹۷۴)؛ د نظامي تاریخ څنګه ( ۱۹۷۵؛ تر ۱۹۹۱ وروسته، د ستراتژیکو مطالعاتو دېپارتمنت)؛ د شفاهي تاریخ دېپارتنمت  (۱۹۷۹)؛ د سنګاپور د حکومت د پانګونې کارپوریشن (۱۹۱۹۸۱)؛ د شرقي اسیا د فلسفو انستیتوت (۱۹۸۳؛ تر ۱۹۹۲ کال وروسته، د شرقي اسیا د سیاسي اقتصاد انستیتوت؛ او تر ۱۹۹۷ وروسته د اسیایي څېړنو انستیتوت)؛ او د مالیکولي سېل بیالوژي انستیتوت (۱۹۸۹).
 
د چین ولسي جمهوریت له سنګاپوره زده کړې
زیاتو هېوادونو په دې زیاتې څېړنې کړې چې ولې او څنګه سنګاپور په یوه نسل کې د دریمې نړۍ له یوه وړوکي هېواد څخه راپورته شو او د پرمختللو هېوادونو په کتار کې په سر کې ودرید. نو زیاتو ورنه زده کړې کړې. لکه دلته د مثال په توګه د چین یادونه کوو. چین په تېره د هغه هېواد د نوي بدلون او اوسني پرمختګونو بنسټګر دینګ سپاوپېنګ د سنګاپور له درسونو زیاته زده کړه کړې ده. دا نظریه د چین د پخواني جمهور رئیس  «جیان زېمین » زوی  « ژاو ارجون » هم تایید کړې ده:
« د خپل سیاسي درایت اقتصادي فکر په مرسته « ډاکټر کوه » چې د سنګاپور یوه نبوغ لرونکی اتل او د زیاتو نهادونو جوړونکی و د چین رهبرانو ته یې د سنګاپور د تجربو په هکله چې په تداوم سره پرمخ لاړه معلومات ورکړل. ډاکټر کوه ویلي و، زه فکر کوم د چین لپاره د سنګاپور د چټکې پرمختیا تجربه او د شرق او غرب مخلوطې مفکورې له چین سره مرسته کولی شي چې خپل انکشافي مسیر وټاکي. »
 
ښاغلی ژاو په یاد لري چې د چین د نوي دور بنسټګر دینګ سیاوپنګ مشهوره خبره ده چې ویل به يې،  «له سینده تېرېدل او د لاندېنیو ډبرو حس کول » په دې معنی چې د اصلاحاتو قدم باید مرحله وار وي: « سنګاپور له سینده د تېرېدو دا لاره موږ ته لنډه کړه او زموږ لپاره په دې اوږده او له پېچومو ډک سفر کې لارښود و. نو ځکه چین هم د سیاسي او اقتصادي ثبات سره پرمختګ وکړ. » د چین د ننیونګ پوهنتون د اقتصاد استاد « ټان کانګ یام » وايي چې څنګه چین د ډاکټر کوه ټانګ شوي ( د سنګاپور یو وتلی وزیر و ) په مشوره د خپلې پیسې قیمت راټیت کړ تر څو بهرني پانګوال راجلب کړي او همغه و چې له هانګکانګ، تایوان او نورو ځایونو یې پانګه راجلب کړه.
 
د افغانستان ستراتیژیک موقعیت له سنګاپور سره ورته والی لری، که هغه سمندري ستراتېژیک موقعیت درلود، افغانستان هم د سویلي اسیا او منځنۍ اسیا په منځ کې د انرژۍ، ترانزیت، نوري فایبر، تجارت، د نظریاتو د راکړې ورکړې، او نورو له کبله ګټه کولی شي. نو له هغو درسو موږ ګټه اخیستلی شو چې څنګه وړوکي سنګاپور له زبرځواکونو سره ګذاره کوله او هم ستر اقتصادي، د تکنالوژۍ، علومو، په ټوله نړۍ کې د ښه کیفیت لرونکو لوړو زده کړو، تجارت او اقتصاد مرکز شو. خو باید ځان تېر نه باسو او اغفال یې نه کړو، دا درسونه په عمل په کې پیاده کول وړتیا او غوره ستراتېژیک پلانونه او په رښتینولۍ سره پلوي کول غواړي.
 
په خواشینۍ سره زموږ چارواکي خبرې کوي، خو دې ته په هېواد کې کومه سمه تیاري نه لیدل کېږي، تر اوسه دولت هېڅ کوم ستراتېژیک کار نه دی کړی، داسې نهادونه، د ستراتېژیکو مطالعاتو او فکري مرکزونه یې نه دي رامنځته او تشویق کړي، نه یې داسې پالیسۍ رامنځته کړې چې افغانستان له دې ستراتېژیک موقعیت څخه ګټه واخلي. افغانستان د انرژۍ او ترانزیت له مسیره هلته ګټه اخیستلی شي چې هېواد اړونده مارکېټونه ولري، تر څو زموږ سودا ګر، تجارتی مالونه وړاندې کړي، زموږ سازمانونه خدمات وړاندې کړي، داسې صنایع رامنځته شي چې له انرژۍ سمه ګټه واخلي، داسې انترنیتی اسانتیاوې او خدمات رامنځته شي چې له صنایعو او کارباري خلکو سره مرسته وکړي.
 
دا سمه ده چې زموږ هېواد هم تل د زبرځواکونو د ګټو په تقاطع کې واقع و، سنګاپور هم د چین، اندونیزیا، مالیزیا او د غرب د سیالیو مرکز پاته شوی دی او اوس هم د پاملرنو په مرکز کې دی، سنګاپور چې یو خورا وړوکی هېواد دی، د چیني نژادو کمونستانو چې له پېکینګ څخه یې ملاتړ کېده د فعالیتونو او تخریبکاریو ستر مرکز و، د ملايي نژادو او تامیلیانو مختلف خلک په کې اوسېدل او ځانته کلتور او غوښتنې یې درلودې خو بیا هم د سنګاپور رهبرانو خپله لاره وموندله او له دې خورو ورو خلکو یې یو واحد ملت جوړ کړ.
 
افغانان هم باید له ټولو سیمه ایزو ستونزو سره سره د خپل هر اړخیزه استقلال او په ځان بساینه تمرکز وکړي، دا مسئله په یوه ملي لرلید بدله کړي، دا لرلید باید د اقتصادي، کلتوري، ټولنیزو، علمي، تعلیمي هغو لرلیدونو باندې تقویه کړو تر څو سیاسي او اقتصادي خپلواکي مو تحقق پیدا کړي.
نور بیا...
د یوه پرمختللي، هوسا او رښتینې خپلواک افغانستان په هیله