تور ه نجلۍ څه وايي؟

تور ه نجلۍ څه وايي؟
«د ښوونځي په لومړي ټولګي کې په لومړي نمبر راغلی وم او د ښوونځي ادارې په ستاینلیک ونازولم، دا هغه لومړۍ خوښي او ویاړ و چې د لومړي ځل لپاره مې د خپلې کورنۍ په برخه کړی و. د ځان ستاینه نه کوم، خو په ټوله کې لایقه هلک وم...»
 
د ناول پيل چې په ډيالوګ او یا هم د یوې صحنې په انځور وشي، لوستونکي ته هومره په زړه پورې او جذاب وي، د لوستونکي حواس ور ټولېږي او تر اخره د لوستلو لاس ورکوي، که داسې ونه شي او یا لیکوال د ناول پيل په دې ډول ونه کړي، ممکن لوستونکی ان په هماغه لومړي سر کې خدای پاماني ورسره وکړي او بیا یې خوا ته هم ور ونه ګوري.  
 
 د (تورې نجلۍ) پيل همداسې خوندور شوی دی، ژر مو ذهن هغه صحنې ته بیايي چې لیکوال یې تاسې ته بیانوي، که چا ښوونځی لوستی وی، هغوی خو ځان په هماغه ټولګي ویني او ان ځان خپله داسې احساسوي لکه ګواکې چې په هماغه صحنه کې حاضر دی، ځکه په ټولګي کې د اول نمره‌ګۍ خوند او بیا د ادارې لخوا د ستاینلیک اخیستل په رښتیا هم چې ډېر خوند کوي. د دې صحنې په لیدلو سره لوستونکي ته سمدستي ځینې پوښتنې پيدا کېږي، د بېلګې په ډول هغه وايي، له دې وروسته دا سړی (د ناول اصلي کرکټر) څه کوي؟ ښوونځی پرېږدي؟ ناروغ کېږي؟ پلار یې اجازه نه ورکوي او شاکه کارونه پرې کوي؟ ښوونځی یې سوځول کېږي او که بله څه بلا پرېوځي؟
 
لوستونکی د دې پوښتنو د ځوابونو د پيدا کولو لپاره مجبور دی چې ناول تر اخره ولولي او وروسته بیا پوه شي چې څه وشول. دا د لیکوال یوه ښه ځانګړنه ده چې لوستونکی ان له لومړي سره له ځان سره واخلي، ټولې صحنې پرې وویني، هر ځای ته یې بوځي، وې خندوي، وې ژړوي او ښې ډېرې کیسې ورته وکړي. د دې ناول لیکوال دا ځانګړنه لري، هغه پيل دومره خوندور کوي چې که مو ښوونځی خلاص کړی وی، سمدستي مو د ښوونځي دورې خاطراتو ته بیايي.
 
 د ناول اصلي کرکټر کلیوال ځوان دی، هغه له ښاره لرې په یوه لرې سیمه کې ژوند کوي، ساده ژوند لري او په ډېرو څیزونو یې چندانې سر نه خلاصېږي. کله چې په ناول کې لیکوال د ناول هر کرکټر د هغه له موقف سره سم ولوبوي، هومره لوستونکیو ته په زړه پورې کېږي، د بېلګې په ډول، که کرکټر بزګز وي، باید د بزګز په ژبه وغږېږي او ټول سروکار یې له بېل او پټي سره وي. داسې نه چې کرکټر مو بزګر وي او دی په سیاست کې خبرې کوي او یا داسې الفاظ کاروي چې اصلاً پرې بزګران پوهېږي نه. 
 
د کرکټر له موقف سره نه یوازې سمه ژبه باید وکارول شي، بلکې د هغه د ژوند ډول، عادتونه، ناسته ولاړه او غوښتنې یې هم باید د هغه له موقف سره سمې وي. په دې ناول کې دا اصل ډېر ښه په پام کې نیول شوی دی. د ناول اصلي کرکټر په لومړیو کې په کلي کې ژوند کوي او ټول هغه عادتونه لري چې یو کلیوال زلمی یې باید ولري. لکه په ناول کې یوځای راځي: «باغ سره نښتي دیوال سره کوڅه کې د سېل د مخنیوي لپاره رحمت اکا خاوره اچولې وه او د سید اکا باغ ترې له لرې مالومېده، ورغلو، ور غږ مې کړ، سید اکا و سید اکا! بي دادا دې غواړي!!
 
هیڅ غږ راغبرګ نشو، زمري ته مې وویل، هلکه که وای نو خامخا یې غږ راکاوه نشته؛ ځه چې په دېوال ورواوړو. 
زمري لاندې باندې دیوال ته وکتل او ویې ویل، اول به ته ور اوړې. ولې ته نشې ور اوښتی؟ 
ـ وراوښتی شم خو نه وراوړم
ـ زغله بې غیرته په دې واړه دېوال هم نشې اوښتی، ته بیا زردالو راشکوې...»
رښتیا هم چې په کلیوالو سیمو کې د بل له باغ په غله د زردالو شکول ډېر خوند لري او هر کلیوال ځوان دا کار ښه ډېر کړی دی. هغوی چې په کلي کې یې ژوند کړی، ممکن ډېرې داسې خاطرې یې وریادې شوې وي، چې دوی هم یوه ورځ په غله د بل چا باغ ته ور اوښتي وي. په کلیوالو سیمو کې خلک د خپل باغ د ساتلو لپاره په باغ کې کیني، څو یې خلک میوې په غله ونه شکوي. خو د کلي ځوانان د دې لپاره چې په دې کار ګیر نه شي او ماښام یې پلار یا د کلي بل سپين ږیری په جومات کې خوله خوله نه کړي، باغ ته پټ ورځي او تر ټولو اول خو دا مالوموي چې باغان خو به په باغ کې نه وي. 
 
دې ناول کې اصلي کرکټر له خپلو څو نورو ملګرو سره په ټنکده غرمه د سید اکا باغ ته ورځي، خو له ور اوښتو مخکې دوی باید ځان ته دا مالومه کړي چې څوک په باغ کې شته او که نه، دوی د دې کار لپاره په داسې انداز چیغي وهي چې ګواکي دوی باغ ته نه دي راغلي او له باغان سره د بل چار کار دی. رښتیا چې لیکوال دلته هر کرکټر په ډېر مهارت سره لوبولی دی او دې مهارت د ناول خوند دوه چنده کړی دی.
 
انځورکښنه پکې په ډېر مهارت سره شوې ده، دومره مهارت سره چې د لوستو پر مهال یې به یې کاملاً په هغه صحنه کې غرق وې، داسې چې له ځان سره به مسک مسک کېږي او دروناً به یو بل ډول احساس کوی، که دا وخت ښه په زوره درباندې یوڅوک غږ ونه کړي، هر غږ به دې اسانه وانه وري. لکه ناول کې یو ځای راځي: « غېږ کې مې ونیوه، ورته ومې ویل، ته خبره یې چې پر ما څه تېر شول، څومره درد مې ولید، څومره وځورېدم، ستا له لیدو وروسته مې بیا ارام نه دی کړی، یوه شېبه مې ستا له یاد پرته نه ده تېره کړې، یوه لحظه مې له یاده نه یې وتلې.
 
 تورې نجلۍ مې سر په اوږه کېښوده، له اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې سترګې یې راپورته کړې، ویې ویل، مینه...
 
 لا یې خبره نه وه پوره شوې چې کلېنر غږ وکړ، ‌‌‌‌‌‌د ماپشین لمونځ او ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ به په دغه هوټل کې وخورو، خوښه مو ده؟...»
 
څومره مهارت، یوځل مو بوځي د خپلې معشوقې تر غېږې، د هغه له سترګو سره سترګې درباندې وجنګوي، پر اوږه مو سر کېږدي، د وجود تودوخه یې درباندې لمس کړي او بیا چې څو هغه درته د  خپل زړه خبره کوي، په تاسې د کلینر غږ واوري، حیران مو کړي چې زه چېرې وم او څه مې واورېدل. په یوه لحظه کې دوه احساسه یو د معشوقې غېږه او بیا د کلینر غږ. 
 
د ناول موضوع د پښتني ټولنې، کلیوالي ژوند، ماشومتوب سیالیو، بې غمه ژوند او سرشارې دنیا، غوښتو اوناغوښتو ورانیو، د ځلمیتوب ناخوالو، مینې او ژوند په په پراخه دښته څرخ وهي. خو تر بل هر اړخ یې د مینې اړخ پکې قوي دی، اصلي کرکټر په کلي کې ژوند کوي او له ښار او د ښار له اوسېدونکو سره چندانې بلد نه دی، یوه ورځ له ډېر وخت وروسته یې خاله او د هغه لور له ښاره د دوی کره راځي، د خاله لور یې پتلون اغوستی او ګڼ خرمايي ويښتان یې پر اوږو راپرې اېښي دي، دی لومړي سر کې د دې نجلۍ په لیدو حیرانېږي او په نظر یې چندانې ښه نه ورځي، خو له یوڅو ورځو تېرېدو وروسته چې له هغه سره یوڅه بلدېږي، ورو ورو یې زړه د هغې خوا ته ورځي او ښه پرې لګېږي، خاله یې څو شپې د دوی کره پاتې کېږي او د دوی دواړو له یو بل سره مینه زیاتېږي، خاله یې بېرته راځي ښار ته او بیا د ډېر وخت لپاره د دوی کره نه ورځي، دی په بې صبرانه ډول د خاله لور لیدو ته شېبې شماري او له خدای یوازې او یوازې د هغې د دیدن غوښتنه کوي. رنګ یې خرابېږي، په ښوونځي کې ترې اول نمره‌ګي بل چا نیولې او په کور کې له ټولو ګوښه شوی وي. دا چې په اخر کې څه کېږي؛ د ناول پای دا هرڅه درته وايي.