اضافي کلمات مه کاروئ

وايي په نړۍ کې درې ډوله ملتونه ژوندي کوي:

1- هغه ملت چې نوى فکر رامنځ ته کوي.
2- هغه ملت چې د بل رامنځ ته شوى فکر کاروي.
3- هغه ملت چې نه نوى فکر رامنځ ته کوي او نه هم د بل له رامنځ ته شوي فکر څخه ګټه اخلي.

موږ که نوى فکر نه شو رامنځ ته کولى، خو له دې ډلې چې (نه نوى فکر رامنځ ته کولى شي او نه د بل له فکر څخه ګټه اخلي) انشاءالله د وتلو ګامونه اخلو.

د نورو له فکر څخه د ګټه اخيستلو يوه لار ژباړه ده، ژباړه له يوې ژبې نه بلې هغې ته د فکر او پيغام انتقال ته وايي.

دا لېږد يا انتقال کله دويمې ژبې (هغه چې ژباړه ورته کېږي) ته د ګټې پر ځاى ضرر هم رسوي. که يې مخ نيونه ونشي، ښايي ډېر ژر دويمه ژبه له پښو وغورځوي.

دا ضرر رسونه يا د بد پيغام د راننه ايستلو له وجې وي او يا هم د ناسمې ژباړې. (استاد وحيدي)

پښتو ژبه له دې ګواښ سره مخ ده، که يې مخ ته و نه درېږو، ژبه مو يوازې په نوم پاتې کېږي.
د ژباړن لپاره ضرور ده چې پر دواړو ژبو (هغه چې ژباړه ترې کېږي او هغه چې ژباړه ورته کېږي) پوره برلاسي ولري.

که نه، ژبې ته مو پردي کلمات، خپله ژبه کې داسې کلمات راپيداکول چې هېڅ مانا نه لري او حتى د بلې ژبې جوړښت او ساختمان پرې تپل کېږي.

لاندې بېلګو ته پام وکړئ:
ناسمه ژباړه (په هماغومره اندازه به له سستۍ او ټنبلۍ سره په کمه اندازه مخ کېږئ)
موږ د سستۍ او ټنبلۍ لپاره هېڅ د اندازه کولو معيار نه لرو او نه تنا موږ، بلکې د سستۍ د اندازه کولو هېڅ واحد نشته.

ژباړن دا جمله کلمه پر کلمه ژباړې چې دويمې ژبې ته يې د لږ ګټې پر ځاى ډېر ضرر رسولى دى.
د پورته جملې سمه ژباړه: (هغومره به له سىستۍ او ټنبلۍ سره کم مخ کېږئ)

بله بېلګه:
ناسمه ژباړه (له پروټينونو څخه په زياته اندازه انرژي لاسته راځي)
سمه ژباړه (له پروټينونو څخه زياته انرژي لاسته راځي)

بله بېلګه:
ناسمه ژباړه ( په ځانکړې توګه له خپلې مېرمنې مننه کوم)
موږ هېڅکله خبرو کې په ( په توګه) نه کاروو. دا هم د ژباړن کمزوري ده.
سمه ژباړه ( ځانګړې له خپلې مېرمنې مننه کوم)
 
بله بېلګه:
ناسمه ژباړه ( د عامې روغتيا وزارت د پوليو ضد
واکسين کمپاين پر لاره اچولى)
 
دا هم تېروتنه ده، کمپاين هېڅ فزيکي جوړښت نه لري چې پر لاره واچول شي.
سمه ژباړه (د عامې روغتيا وزارت د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړى)
او نورې ډېرې بېلګې.
کېداى شي دا درسره په معياري ليکلو کې مرسته وکړي.