باران ونه وریده (غزل)

څومره مې وغوښته باران، باران ونه وریده
په جل وهلي بیابان، باران ونه وریده

تاویل درځم په کومه ورځ چې شړک باران وریده
په زړه مې پاتې شو ارمان، باران ونه وریده

سوزنده لمر، ریګزاره دښته قافله او مزل
له تندې مړ شولو کاروان، باران ونه وریده

د تلو په وخت کې دې راډکې شولې مړاوې سترګې
په دې سبب په دې مکان باران ونه وریده

ستا د دیدن د استسقا مې ډیر لمونځونه کړي
په عمرخیل جانان جانان باران ونه وریده