تنظیمي پاټکسالاران بلي جګړې ته کرایه کیږی

هند او ایران د یوې بلي جګړې د پیل لپاره د ۱۹۹۰ کلونو تنظیمي پاټکیان او ټوپکیان د ځاني، سیمه اییزی او قومي دفاع په نوم د افغانستان او سولې د ماتولو په موخه راټول کړي دي.

څه موده وړاندی هندی ډیپلوماټیکو او استخباراتي کړیو ډهیلي ته قومندان عطا محمد نور او دوستم بللي وو، دوی د هند د بهرنیو چارو وزیر ولیدل، هغه چې د مالوماتو له مخي د هند د ملي امنیت شورا سلاکار د دوستم ډلي د دوو ۵۰۰ کسیزو قطعو مالي او تسلیحاتي ملاتړ هم کړي.

د دي ترڅنګ د افغانستان په مرکزی او د سمنګان، تخار، غزني او پروان په ولایتونو کې د قومي دفاع په نوم د کورنیو مالومحالو استخباراتي ډلو له ادرسه د تنظیمي جګړو مخکښو پاټکیانو ته وسلي او پیسي وویشل شوي.

د دي سربیره په هرات کې د تورن اسماعیل خان، تازه د محمد یونس قانوني له لوری د بیا مقاومت د پیل او په نوی ګام کې د ولسمشر غني له ارشد سلاکار کېدو وروسته د محمد محقق جګړه پالي څرګندونې او شمال ته د دوستم سره د لیدو کتو لپاره تګ هغه حرکتونه دی چې مطلقا د بلي جګړې، فتنې او د بهرنیانو د پاتي کېد د دسیسي رنګ لری.

افغان ولس، د ولس خواخوږی او په لویه کې د سولې او عزتمند افغانستان ارمانجن خاموش اکثریت باید چې د دي فساد او فتني په وړاندی ودریږی، خپل غږ او غبرګون سره متحد کړي او اجازه ورنه کړي چې مور وطن د یوې بلي کرغیړني جګړې لیدونکي او میدان وګرزی.

افغانستان باید سیال شي، دا ملت او وطن نور د نیابتي جګړو او د پردیو د وحشتکارو لښکرو نارواه وجود نور نه شي منلي ـ بهرنیان باید بهر شي، د بهرنیانو ناروه شتون هېڅ منطق، اړتیا او استدلال نشي توجیه کولای.