په تاشکند کې د مزار-کابل-پېښور د رېل پټلې د جوړولو د لارې‌ تړون لاسلیک شو

روهي ( درې نۍ/ ۱۴ د سلواغې )،  په تاشکند کې د مزار-کابل-پېښور د رېل پټلې د جوړولو د لارې‌ نقشه لاسلیک شوه.
 
 د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چی لدی لاري به افغانستان دمنځني اسيا سربيره سويلي اسيا سره ونښلول شي.
 
دغه پروژه پرون په تاشکند کې د امریکا د سفیر او د نړیوالو ادارو د یو شمېر استازیو په حضور کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه.
 
چارواکو ویلي په ټول هيواد کې د دغه شان پټليو د جوړولو هڅې پيل شوي.
 
د اقتصادي چارو شنونکي وایي د ا وسپنې د پټليو پراختيا به منځنۍ آسيا له پاکستان سره وتړي او له دې لارې به افغانستان ډېره گټه وکړي.