
روهي ( څلور نۍ/ ۱۵ د سلواغې )، ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي د نازيانو ولسوالۍ لنډۍ سيمه کې تېر ماښام دوه ځانمرګي بریدکوونکي هغه مهال موخې ته تر رسيدو وړاندې وژل شوي چې غوښتل يې د ولسي پاڅوون کوونکو په قرارګاه ځانمرګی برید وکړي .
سرچینه زیاتوي ، بریدګر د ولسي پاڅون کوونکو له لورې وژل شوي.
د سرچینې په خبره برید کوونکو د وژل کیدو پر مهال يې په ځان پورې تړلو چاودونکو توکو ته چاودنه هم ورکړې چې بل چاته يې هيڅ ډول زيان ندی اړولی.
د سرچینې په خبره وژل شوي بريدګر د وسله والو طالبانو اړوند دي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي.