وطن به رڼا شي: د بدخشان شورابک بند تخنیکي تجهیزات ساحې ته رسیدلي

روهي ( درې نۍ/ ۱۴ د سلواغې )،د بدخشان شورابک بند تخنيکي تجهیزات ساحې ته ورسېدل.
 
 
د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وایي د بدخشان ولایت د شورابک بريښنا بند توربینونه او جنراتورونه یو شمېر نور تجهیزات د بند سیمې ته رسېدلي؛ اوسمهال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي ټيمونه د دغه وسائيلو په لګولو بوخت دي.
 
 
 
د مسولینو په خبره د بدخشان شورابک بند بشپړول د افغان دولت ژمنتیا ثابتوي او د دغه بند بشپړولو سره به د هېواد یوه برخه د روښناي له نعمت څخه برخمنه شي.