سولې بهير کې د ښځو حقوق او لاس ته راوړنې په هېڅ صورت د معاملې وړ نه دي 

روهي (درې نۍ/۱۴ د سلواغې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د مصالحې عالي شورا د ښځو چارو د کمېسيون پرانېسته وکړه. 

عبدالله عبدالله په دې اړه يوې جوړې شوې ناستې کې وويل، چې دوی د سولې بهير کې د ښځو حقوق او په تېرو شلو کالونو کې د ښځو ژوند او فعاليت برخه کې تر لاسه شوې لاس ته روړانې د معاملې وړ نه دي. 

نوموړي د افغان ميرمنو په اړه ويلي‌ دي چې دوی په تېرو ۴۰ کالونو کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، خو په تېرو شلو کالونو کې یې خپلې وړتياوې ثابتې کړې دي. 

نوموړي دا هم ويلي‌ دي چې افغانستان کې هېڅ ډله په دې بريالۍ کېدای نه شي په زور او د تاوتريخوالي له لارې خپل فکر او کړنې پر ولس ومني.