ملي دفاع وزارت: د طالبانو لخوا د جګړې دوام به هېواد کې د بهرنیانو حضور ته لار هواره کړي

روهي (درې نۍ/۱۴ د سلواغې)، د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې طالبان د سولې خبرو بریا لپاره څه نه دي کړي او د جګړې له دوام سره به بهرنیان همدلته خپل حضور ته دوام ورکړي.

د ملي دفاع زارت مرستیال شاه محمود میاخېل تازه په یوه مرکه کې ویلې، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام او سولې په برخه کې نه هڅې هغه څه دي چې په هېواد کې به د جګړې له دوام سره بهرنۍ ځواکونه همدلته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره پاتې شي.

میاخېل زیاتوي، چې بهرنیو ځواکونو تل ویلې، چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی نو ځکه ویلی شي چې د جګړې له دوام سره به بهرني ځواکونه همدلته پاتې کیږي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.