وکیل عبدالروف انعامي: حمدالله محب خپله میرمن د میاشتې ۱۸ زره ډالرو معاش په ورکړې سلاکاره ټاکلي ده

روهي ( دوه نۍ/ ۱۳ د سلواغې )، د ولسي جرګې يو غړی وايي، د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خپله مېرمن د  ۱۸زرو ډالرو معاش په ورکړې سره خپله سلاکاره ټاکلې ده.
 
 
 
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالرووف انعامي وايي، د حمدالله محب مېرمن د امريکا ده  او د امنيت شورا برخه کې نه کاري تجربه لري او نه هم تخصص.
 
 
 
ويل کېږي، د حمدالله محب مېرمن د سلاکارۍ ترڅنګ، د امنيت شورا د پاليسۍ رياست مسووليت هم ورپه غاړه دی.
 
 
 
عبدالرووف انعامي وايي، د حمدالله محب مېرمن يوازې په تېرو درې اوونيو کې ۷ ځلې د هوايي ډګر د ځانګړې/ VIPمېلمنو له لارې له کابله بهر سفر کړی دی.
 
 
 
د نوموړي په وينا، دغه تګ او راتګ شکمن دی؛ خو تر اوسه پورې هېڅ بنسټ په دې اړه پام نه دی کړی.
 
 
 
ومو غوښتل په دې اړه د ملي امنيت شورا نظر هم ولرو؛ خو مسوولانو يې زموږ اړيکو او پيغامونو ته ځواب را نه کړ.