د سویډن لومړي وزیر: د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوو

روهي ( دوه نۍ/ ۱۳ د سلواغې )، جمهوررئیس غني د سویډن لومړي وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې.
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وایي جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سویډن لومړي وزیر شل اسټیفان لوون سره ټلیفونې خبرې وکړې.
 
ارګ وایي په دغه ټلیفوني مکالمه کې جمهوررئیس غني په تېرو کلونوکې له افغانستان سره په ځانګړي ډول د پوهنې او روغتیا په برخو کې د سویډن د مرستو او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد د ملاتړ، مننه وکړه.
 
جمهوررئیس سویډن د افغانستان پخوانی دوست وباله او په سولې پروسه کې یې د انکشافاتو او سولې د داسې بهیر په اړه چې د دیموکراتیک، ملي حاکمیت لرونکي او متحد افغانستان ضامن شي، د افغانستان او بین المللي ټولنې د ګډ لیدلوري په هکله معلومات ورکړل.
 

خبر پاڼه کې ویل شوي د سویډن لومړي وزیر په انکشافي او اقتصادي برخو کې د خپل هیواد د همکاریو او همداراز له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.