اوس رحماني د هېواد په سطحه پرېکړې او د لنډمهاله حکومت د طرحې ملاتړ کوي؛ رحماني چا تر دې ځايه ورسولو؟ 

د هېواد له امنيتي وضعيت وراېخوا سياسي وضعيت هم په يو کړکېچن حالت کې دی. له يوې خوا سولې ته د خلکو هيلې او له بلې خوا له سولې سياسي ګټې او د پرديو هېوادونو موخې هغه څه دي چې ولس ته سوله په لوړ قيمت ورکوي. د تېرې اوونيو په وروستيو کې د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال عباس ستانکزي وويل چې اوسنی حکومت د سولې خنډ او که چېرې ولسمشر غني استعفا ورکړي نو دی تيار دي چې همدا نن سوله وکړي. د عباس ستانکزي دغه خبرې له پراخه غبرګونونو سره مخ او يو ځل بيا د جمهوريت پر ساتلو ټېنکار وشو. که طالب د موقت حکومت وايي، د يو چا د استعفا او يا هم د ګوښه کېدو وايي او يا کومه بله غوښتنه او وړانديز لري، حق یې جوړيږي؛ حق یې پر دې جوړيږي چې دوی د جګړې او سولې يو اړخ دی، نو د جګړې پای او سولې ته د رسېدو په پار یې بايد غوښتنې واورېدل شي او د هوکړې او يا نه هوکړې لپاره ور سره پرې بحثونه وشي. که عباس ستانکزي دا خبرې مسکو کې نه وای کړي، نو ښايي چې په رسمي ډول د طالبانو او حکومت د سولې مرکچي پلاوي هم سره پرې غږېدلي وای. دا چې د عباس ستانکزي غوښتنه څومره منل کيږي او څومره رد کيږي، دا د دواړه خواو د سولې پلاوو د بحث او خبرو موضوع ده.

اوس د طالبانو له غوښتنو په هېواد دننه يو شمېر کړۍ نامشورع ګټې اخلي. دا څرګنده ده چې ډېری په کور دننه سياسيون به ولسمشر غني په دې نه  خوښوي چې غني پښتون دی. ولسمشر پښتون پلوه ده او د احمد شاه مسعود د نوم پر ځای د احمد شاه بابا او د بچه سقاو د نوم د ذکر پر ځای د ستر غازي امان الله خان د نوم او نښان وايي.  يا دا چې ولسمشر غني د مير رحمان رحماني، عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، يونس قانوني ، محمد کريم خليلي او نور د خپلسريو او بدمعاشيو مخه ور ډب کړې ده. نو هغوی چې د خبرې په سر او پای کې یې د قهرمان ملی احمد شاه معسود نوم او ستر تاريخي وياړ یې حبيب الله کلکاني يا بچه سقاو وي، هغوی چې ولسمشر غني سره جوړ نه راځي او نه يې خوښيږي، نو له طالب سره یې جوړ راتلل ناشوني د‍ی؛ نه د دوی دغه عملونه او سياستونه طالب ته خوند ورکوي او نه به هم طالب دوی ته اجازه ورکړي چې د تېرو شلو کالونو په ډول پر ولس داسې واکمن وسي. لنډه دا ده چې دا نوي ديموکرات شوي له ديموکرات شوي له غني سره جوړ نه شول، نو له اسلامپاله طالب سره خو هېڅ جوړ نه شي راتللی. 

له دومره توپيرونو سره - سره د  مير رحمان رحماني او نورو له خولو د طالب د غوښتنو غبرګول، يوازې او يوازې د غني د ځپلو ګام دی. ميررحمان رحماني د هغه کافرو امريکايانو په ډالرو د هېواد په سطحه شتمن کس شو، چې، طالب یې شل کاله پر وړاندې جګړه وکړه. 

مير رحمان رحماني د امريکا په ډالرو مست تجار شو، دی نه بېل ګېتس دی او نه هم جوزېف، چې يا یې مايکرو سافټ جوړ کړی وي يا یې امازون؛ ده ته له تجارت او شتمني وروسته د سياست او واک نشه ورپورته شوه؛ امريکايي ډالر وو چې د پارلمان څوکي یې پرې واخېسته. دا چې رحماني د پارلمان رياست ته د رسېدو لپاره څومره ډالر او څنکه مصرف کړل، موضوع یې څرګنده او رسنیزه ده. حکومت ته په کار وه چې هغه یې وخت یې رحماني د فساد او درغلۍ په تور څارنوالۍ ته معرفي کړی وای، خو حکومت ځان پرې چوپ، سترګې یې پرې پټې او رحماني ته یې داسې يو ځای پر لاس ورکړ، چې نن ورځ یې د ځان او ولس لپاره ترې بلا جوړه کړې ده. لکه څه ډول چې نړۍ کې د پارلمان رئيس speaker of the parliament  وایي، اوس مهال رحماني همداسې  speaker of  يا د شمالي ټلوالې وياند جوړ شوی دی.  چې د ايران په لارښونه، د عبدالله، محقق، خليلي، عطا محمد نور، دوستم او نورو غږ د ده له خولې وځي. رحماني، د نظام او دولت په نو څه نه پېژني هغه چې دی یې پېژني، ورته ورکړل شوی ماموريت او يوازې ځان د پارلمان په څوکۍ ساتل دي.