رسول طالب: طالبان چې څه غواړي د خبرو پر مېز یې بايد ووايئ؛ ستانکزی ناستو ته نه حاضريږي او مسکو کې د ولسمشر د استعفا وايي 

روهي (يوه نۍ/۱۲ د سلواغې)، د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي چې تر اوسه د دوی او د طالبانو د هيئت ترمنځ د موقت يا عبوري حکومت د جوړېدو په اړه هېڅ سمي خبرې نه دي شوې. 

رسول طالب ويلي دي چې که طالبان د حکومت او نظام په اړه هخر ډول بحث او خبرې کوي، نو په کار ده چې دوحه کې يې د حکومت د مرکي پلاوي سره د خبرو پر مېز وکړي. نوموړي مسکو د عباس ستانکزي خبرې د هغې شخصي او غير رسمي غوښتنه بللې ده. 

د حکومت د مرکچي پلاوي دغه غړي دا هم ويلي دي چې عباس ستانکزی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی هم دی مسکو کې د ولسمشر غني د استعفا او يو بل نظام وايي خو دوحه کې د حکومت پلاوي سره له خبرو غېر حاضر وي. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې تر اوسه له دوی هېڅ کومې خوا او يا هېواد د اوسني نظام پر ځای د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه نه ده کړې. 

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال عباس ستانکزي څو ورځې وړاندې مسکو کې په يوې ناستې کې ويلي وو، چې اوسنی حکومت د سولې پر وړاندې خنډ دی؛ که چېرې اشرف غني استعفا ورکړي او دې يو بل نظام پر جوړېدو موافق شي، نو دی تيار دی چې همدا نن سوله وکړي.