روهي ( یوه نۍ/ ۱۲ د سلواغې )، د افغانستان بانک په یوه خپاره کړي اعلامیه کې ویلي چې د افغانۍ د نویو بانکنوټونو چاپ د افغانستان بانک په دې وروستیو کې د افغانۍ د نویو بانکنوټونو د چاپ تړون لاسلیک کړی.
 
 چې پر بنسټ یې یوه اندازه بانکنوټونه چاپ او هېواد ته رارسیدلي او پاتې مبلغ به یې د راتلونکي کال په اوږدو کې چاپ شي.
 
خبر پاڼه کې ویل شوي د طلوع نیوز لخوا د خپرو شویو معلوماتو پرخلاف د افغانستان بانک اوسني سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په نویو بانکنوټونو کې چې تر قرارداد لاندې دي، لاسلیک کړی نه دی او د بانک د پخواني سرپرست لاسلیک پرې شوی دی.
 
د بانک مسولین وایي (حال دا چې د بانک پخوانی سرپرست ښاغلی واحدالله نوشیر نه د بانک رئیس ؤ او نه یې د ولسې جرګې څخه د باور رایه اخیستې وه).
 
د بانک مسولینو د پوښتنې په توګه ویلي اوس پوښتنه دا ده چې د دې ویاړلي ملت استازي او د هېواد رسنۍ هغه وخت چېرته وو چې خپل غږ یې پورته کړی وای؟