محب: موقت حکومت د پردیو مداخله ده

روهي ( نۍ/ ۱۱ د سلواغې )، د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: هغوی چې د سولې له مذاکرې سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دې پر دې پوه شي چې زموږ ملت د ولسواکۍ پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوهېدلی او نور دلته د هیڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته موقع نه شته.
 
هغه همداراز ویلي چې موقت حکومت د پردیو د لاسوهنو لپاره د دایمي فرصت معنا لري، که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله.