د ولایتي شورا مرستیال:  د ننګرهار  د عامه نظم پولیسو باندې د هاموي ټانګ برید پایله کې ۱۴ امنیتي سرتیري وژل شوي


روهي ( نۍ/ ۱۱ د سلواغې )، دننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ کې په یوه پوځي قرارګاه موټربم برید شوی.
 
د ننګرهار د رسنیو دفتر رسنیو ته په ورکړل شوېو معلوماتو کې ویلي چې نن شنبه سهار وختي د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه موټربم برید شوی چې پکې ۸ سرتیري وژل شوي خو تراوسه یې لا هم دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
 
په ورته مهال د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال  وایي وسله والو  د هاموې ټانګ په واسطه د عامه نظم ساتنې پر مرکز برید کړی چې په پایله کې یې ۱۴ سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي او یو بل د چاودیدونکو توکو ډک هاموې ټانګ هم نیول شوی دی.

د دې برید مسؤلیت هم لا تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.