ولسمشر غني له عبدالله سره په سوله او دایمي اوربند خبرې کړي

روهي ( درې نۍ/  ۶ د سلواغې )، ارګ وایي د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.
 
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، د سولې پروسې د وروستیو انکشافاتو او سیمه ییزه مسایلو په اړه د بحث پر مهال د تاوتریخوالي په زیاتوالي خواشیني څرګنده او پر دایمي اوربند ټینګار وشو.