د سل میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۹۲  شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

روهي ( یوه نۍ/  ۵ د سلواغې )،
ننګرهر کې د سل ميليونه افغانيو په مالي لګښت ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
 د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل، چې کرنې وزير انورالحق احدي او نورو مسئولينو يې ملتيا کوله په بهسودو ولسوالۍ کې يې د سل مليونه افغانيو په مالي لګښت ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
 د ننګرهار والي امرخیل په يادو شنو خونو خوښي ښوده او کرنې وزير څخه يې په بېلابېلو برخو کې غوښتنې وکړې، چې نوموړي له لوري ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
کرنې وزير ډاکتر انورالحق احدي وويل، چې دا شنې خونې د CBARD، CLAP او SNAPP2 برنامو په مالي لګښت د ولس په پنځلس سلنه مالي ګډون جوړې شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د یوې پلاوې په مشری ننګرهار کې د پلي شویو پروژو د پرانیستې او د یوشمېر نویو پروژو د کار د پیل په پار د ننګرهار ولایت ته تللی ویلي چې دلته د کرنې په برخه ۷۵۸ میلیونه افغانۍ پانګونه شوي.