کابل کې ننی چاودنه د مرکزي بانک د شخړو هواري ریس عبدالله باندې شوي

روهي ( یوه نۍ/  ۵ د سلواغې )،د کابل پولیس وايي چې نن سهار د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند شاه شهید سیمې پر درېیم سړک پر یوه لنډکروزر موټر چاودنې له امله د مرکزي بانک د شخړو هواري رییس په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي او ساتونکی یې وژل شوی.
 

د مرکزي بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر عبدالله دراني وروستی برید غندلی دی او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده. 
 
د کابل پولیسو بیا ویلي وو چې په دې پېښه کې درې کسه ټپیان شوي دي.
 
د یادې پیښې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.